اسلام آباد۔15جون(اے پی پی) د داخله چارو وفاقي وزير محسن نقوی وئيلي دي چې د اېف سي افسرانو او ځوانانو د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د ځانګړې مړانې او جراﺀت مثال قائم كړے دے٬ د فرنټیئر کانسټېبلری د پېښور په شمول د خېبر پښتونخوا په نورو سيمو كښې امن په ځايې كولو له د قدر وړ خذمات دي۔ د داخله وزارت لخوا د خالي په ورځ د جاري شوي بيان له مخې د داخله چارو وزير ددې خيالاتو څرګندونه د فرنټيئر کانسټېبلری شب قدر قلعې دورې په موقعه وكړه۔ په دې موقعه کمانډنټ ایف سی معظم جاہ انصاری داخله وزير محسن نقوی ته د قلعه د تاريخ په اړه بريفنګ وركړو۔ وفاقي وزير په دې مهال په وزيټر بك كښې خپل تاثرات هم درج كړل۔ وفاقي وزير په كال 1813 كښې د جوړې شوې دې تاريخي قلعې دوره وكړه او دغلته په اېښودلې شويو تاريخي څيزونو او مجسمو كښې يۍ ژوره خوښي ښكاره كړه۔
متعلقہ مضامین
-
SereneAir changes flights schedule at Karachi Airport
-
New cases push Pakistan’s COVID positivity ratio to 3.53%
-
Verdict exposes IK’s ‘pack of lies’: PM
-
Judgment is ‘full of errors’: Fawad
-
Terrorists abduct, martyr senior army officer in Ziarat
-
Pakistan, US to promote cultural ties, people-to-people exchanges
-
Sheikh Rashid challenges ACE summons in property case
-
Navy promotes two officers to ranks of Rear Admiral
-
Counsel asks NAB to quash notices issued to Farah Khan
-
Airing of Bushra Bibi’s leaked audio challenged in IHC
-
Commissioner reviews anti-dengue, price control measures
-
Anchorperson Imran Riaz offloaded from Dubai-bound flight