اسلام آباد 01 جون (اے پي پي) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار د صحت خيال ساتونكو په پیشه وره پوهانو زور راوړې چې د همدردۍ سره د ضرورت مندو او مستحق كسانو لپاره فرائض ترسره كولو سره خپلې عظیم پیشې او علم سره تړون ولري،پاکستان كښې د صحت خيال ساتلو نظام سباؤن روښانه دے۔ ایچ بی اېس میډیکل اینډ ډینټل کالج کانووکیشن دستورې ته د خالي په ورځ وينا كښې نائب وزیر اعظم ووئيل بايد د صحت خيال څانګه كښې پیشه ور كسان د مستحق او بے وسه وګړو ضروریات ته خاص پام لرنه وكړي او د اسلام په ښودلې شوې د نورو ښه والې هڅو اعلیٰ اقدار هير نه كړې شي چې پكښې د صحت په څانګه كښې په كار كونكو زور راوړې شوې۔ محمد اسحاق ډار وئويل طبی څانګې سره تړيون لرونكې كسان پاکستان ته په نړۍ كښې د يو پرمختګ كونكې او سوكاله هېواد مقام وركولې شي ځكه چې زمونږ هېواد په زړه پورې صلاحیت لري او زمونږ قام په ټولو چیلنجونو د قابو موندلو بشپړه صلاحیتونه لري۔ده حواله وركړه چې كله مونږ حکومت جوړ كړونو هېواد ډیفالټ کيدو ته نزدې وو خو معاشی بحالی باوري كولو له سخت اقدامات شوې۔ نائب وزیراعظم د G20 غړي جوړيدو لپاره په مخلصانه هڅو كولو زور راوړو۔ده ووئيل “حالات بدلېږي او پاکستان نړۍ كښې د تنهائۍ ښکار نه دے لكه څنګه به چې ځينې ناقدینو دعویٰ کوله۔ خارجه وزير د دې باور څرګندونه وكړه چې وزیر اعظم محمد شهباز شریف او پخوانې وزیر اعظم محمد نواز شریف په مشرۍ كښې موجوده حکومت به د قائد اعظم محمد علی جناح او علامه محمد اقبال د تصور له مخې هېواد د معاشی سوكالۍ نوې بام ته رسوي۔ نائب وزیراعظم او خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار ووئيل يوه کمېټی د میډیکل سیکټر مسئلو حل كولو له كار كوي ، دغه کمېټی به هېواد كښې د صحت خيال ساتلو طلب او رسد جاج اخلي ، معیاری تعلیم به باوري كولې شي او وزیراعظم به پالیسی اقدامات تجویز کوي۔ نائب وزیراعظم د نوې میډیکل ګریجویټس لپاره د کامیابو خواهش څرګند كړو او هغوې ته ئې ياد كړل چې د چیلنجونو او موقعو څخه ډك ژوند په يو نوې دور كښې داخلېږي۔ده ووئيل د اسلامی تعلیماتو له مخې د ‘ يو تن بچ كول د ټول انسانیت بچ كولو مترادف دې ‘ له مخې د میډیکل زدكونكو يو عظیم فرض او پیشه انتخاب کړې ده۔
متعلقہ مضامین
-
Dua presented before medical board for age assessment
-
Nominations invited for 2023 Zayed Award for Human Fraternity
-
Covid19: Pakistan reports 4.61pc positivity ratio, NIH
-
PBM provides basic amenities worth Rs441.6m to orphanages
-
ATC remanded ‘mastermind’ of Karachi University blast in police custody till July 16
-
653 fresh Covid-19 cases reported: NIH
-
IHC extends stay order in IIU member case
-
2 banned outfits, neighbouring country behind KU bombing
-
Ulema, experts suggest tangible steps to successfully meet challenges of rapid population growth
-
PM orders probe into criminal delay in Gwadar breakwater project
-
77 lose lives to rain-related incidents across country
-
PAC summons ex-NAB chief for ‘harassing’ Amina Janjua