اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګېلاني وئيلي دي کره ارض ته د رامخې ته ماحولياتي چېلنجونو مخنيوي ته اړتيا ده٬ زمونږ ماحولياتي نظام د پلاسټك مضر اثراتو سره مخ دے٬ د پلاسټك خپرېدو له امله يو غېر معمولي بحران رامخې ته دے٬ مونږ له به د دې بحران مخنيوي لپاره پرېكنده اقدامات كول وي ٬ راځۍ چې د کرهٔ ارض او د دې د قېمتي وسائلو حفاظت لپاره د خپل عزم پخلے وكړو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده ” ارتھ ډے ” په موقع خپل پېغام كښې وكړه۔ ده ووئيل مونږ يوم الارض لمانځو٬ مونږ له خپلې زمكې ته رامخې ته په مهمو چيلنجونو غور پكار دے ٬ په خاص توګه زمونږ ماحولياتي نظام د پلاسټك مضر اثراتو سره مخ دے د كومو مخ نيوې چې د وخت مهم ضرورت دے ۔ ده ووئيل د پلاسټك خپرېدو له امله يو غېر معمولي بحران رامخې ته دے٬ مونږ له د دې بحران مخنيوي لپاره پرېكنده اقدامات كولو ته اړتيا ده٬ د پلاسټك خطر يوه مهمه مسئله ده كومه چې په سمدستي توګه پاملرنه غواړي٬ د اولس د هڅو نه غېر حكومت خپلې پاليسۍ او ضوابط نشي نافذ كولې٬ د هرې پاليسۍ كاميابۍ كښې د كميونټي ګډون ضروري وي۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د يوم الارض په موقع پلاسټك كمولو٬ د ري سائنكلنګ ودې او يو ځل د استعمالېدونكي پلاسټك متبادل ذريعې پېدا كولو لپاره قانون سازۍ او پاليسو ته اړتيا ده٬ مونږ اجتماعي هلو ځلو سره راتلونكي نسل لپاره يوه پاكه او صفا فضا جوړلو پلو مهم پېشرفت كولې شؤ۔ ده ووئيل راځۍ چې د کرهٔ ارض حفاظت او د دې د قېمتي وسائلو حفاظت لپاره د خپل عزم پخلے وكړؤ ځكه چې په ګډه مونږ د هر مشكل مقابل كولې شؤ
متعلقہ مضامین
-
Salient features of Punjab budget 2022-23
-
Punjab govt earmarks Rs500m for Labour & HR development
-
Salient features of Punjab budget 2022-23
-
CII expresses concerns on IHC’s decisions about marriage age
-
SC disposes of contempt petition against Sheikh Rashid
-
Water conservation must as country feared to face drought till 2025: Sherry
-
Minister for active participation of lawmakers in NA’s budget session
-
KP govt provides Rs30m assistance to minorities
-
Will DG ISPR decide on conspiracy against PTI?
-
Elahi chairs own session at assembly chambers
-
Punjab govt abolishes PA’s independent status
-
Punjab govt abolishes PA’s independent status