اسلام آباد۔9فروری(اے پی پی) د نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه وشوه۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وفاقي كابينې د دفاعي پېداوار وزارت په سفارش د ایئر کموډور محمد عاطف هاشم د ټیکنیکل، پاکستان ایرو ناټیکل کمپلیکس بورډ غړي په توګه د تعیناتۍ منظوري وركړه۔ دا پرېكړه به 19 جولائی 2023 څخه نافذ العمل وي۔ وفاقی کابینې د داخله وزارت په سپارښتنه د نادرا آډټ لپاره د اسټېټ بېنک لخوا د جاری کړي کېټګری A آډټ فرم خذمات ترلاسه كولو له د اوپن بډنګ منظوري وركړه۔ كابينې ته ووئيلې شوو چې د نادرا آډټ لا فعاله كولو٬ سپېځلتيا او د نړيوال معيار لمخې كولو له ضروري ده چې په اسټېټ بېنك كښې کېټګری A كښې رجسټرډ ټولو آډټ فرمز ته د نادرا آډټ لپاره يو ډولې موقعې وركړې شي۔ وفاقي کابینې د آئي او ټېلي كميونيكېشن وزارت په سپارښتنه د ”سائبر سکیورټی فار ډیجیټل پاکستان“منصوبې ته د”قومی کمپیوټر ایمرجنسی ریسپانس ډلې(nCERT)“ په توګه د نامزد كولو منظوري وركړه۔ وفاقی کابینې د اسلام آباد هائي كورټ پرېكړې په رڼا كښې د CDA ملازمینو د پلاټونو د الاټمنټ پالېسي وړاندې كړه۔ كابينې د الاټمنټ په وړاندې كړې شوې پالېسۍ پرېكره وځنډوله۔ وفاقي كابينې د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وزارت په سپارښتنه د Adaptation Act سېكشن 5(2) كښې د بدلون كولو منظوي وركړه۔ د دې بدلون له مخې به په دې سېكشن كښې د آزاد جموں و کشمیر کونسل په ځايې د آزاد حکومت ریاست جموں و کشمیر الفاظ كارولې شي۔ وفاقی کابینې د پرائيوټائيزېشن كابينې كمېټۍ د 7 فروری 2024 په غونډه كښې د شويو پرېكړو توثيق وځنډولو۔ وفاقي كابينې د قانون سازې كابينه كمېټۍ د 31 جنورۍ او 7 فرورۍ 2024 په غونډو كښې د شويو پرېكړو توثيق وكړو۔
متعلقہ مضامین
-
Faisal Vawda submitted false affidavit in dual nationality case: IHC
-
Naundero Health Center face crippling issues
-
Quaid mausoleum sanctity case: Court asks police to probe Maryam, Safdar
-
Promoted doctors of BPS-19 await posting, accuse department of corruption
-
Haleem moved to hospital from jail over health issues
-
PTI supporters, PML-N leaders come to blows outside Parliament House
-
PTI supporters, PML-N leaders come to blows outside Parliament House
-
AMAN-21-The message resonates
-
SIREN to develop Conferencing system at Shah Abdul Latif University
-
Shehbaz’s daughter, son-in-law declared proclaimed offenders
-
UN bashes Iran’s deadly crackdown on Balochistan oil smugglers
-
IHC throws ball in ECP’s court in Vawda disqualification case