ملګري ملتونه ۔27ستمبر(اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ كلنه غونډه پايې ته ورسېده په كومه كښې چې د نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ په شمول ګردې نړۍ څخه 42 حكومتي مشرانو ٬ 88 استازو او 650 وزيرانو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د ماحولیاتی بدلونونو او د مصنوعي ذهانت په ناسمه توګه د كارولو په څير چېلنجونه رامخې ته كړے شول۔ نړيوالو لارښودو په دې خبره زور راوړو چې د اداره جاتي چېلنجونو باوجود ملګري ملتونه انسانيت ته په پېښو چېلنجونو قابو موندلو له تر ټولو لوي پلېټ فارم دے۔ د پاكستان نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د ستمبر په 22 مه نېټه خطاب كړے۔ په خپل خطاب كښې ده د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونو له مخې د كشمير شخړې حل د پاكستان او هند ترمينځه امن لپاره زيات مهم وګرځولو۔ ده سلامتي كونسل څخه غوښتنه وكړه چې هغه د جموں او كشمير په اړه په خپلو قراردادونو عمل درآمد باوري كړي۔ نګران وزيراعظم په خپل خطاب كښې په نړيواله ورورولۍ په ډاګه كړه چې هند د جموں وكشمير په اړه د سلامتي كونسل د هغې قراردادونو عملي كولو څخه ډډه كړې په كومو كښې چې دا غوښتنه شوې چې د جموں وكشمير د سباؤن پرېكړه دې د ملګرو ملتونو په نګرانۍ كښې د كشميري اولس د رايو شمېرې د لارې وكړې شي۔ ده په خپل خطاب كښې د عمومي اسمبلۍ كلنې غونډې په ايجنډا د موجودو نورو موضوعاتو په اړه د پاكستان موقف په ډاګه كړو۔ د عمومي اسمبلۍ صدر ډینس فرانسس په خپل اختتامي خطاب كښې د نړۍ خلقو ته امن او سوكالي رسولو له د ملګرو ملتونو په كلك عزم رڼا واچوله۔ ۔ دې نه ځانله 13 زره څخه زياتو ملكي استازو ، د میډیا 2,600 غړو او 40 زره څخه زياتو نورو ګډون كوؤنكو په عامو مباحثو او دې سره په اړوندو د 100 څخه زياتو ايونټس كښې برخه واخسته۔
متعلقہ مضامین
-
KU, University of Sufism & Modern Sciences join hands for joint research
-
Two held for ‘blackmailing’ US citizen
-
Lawyers group criticises SCBA for following ‘political agenda’
-
Lawyers group criticises SCBA for following ‘political agenda’
-
No-trust motion against PM on NA agenda for today
-
Four soldiers martyred in N Waziristan terror attack
-
India goes berserk as OIC exposes it for IIOJK abuses
-
Eradication of corruption voice of whole nation
-
Minister hints at early elections in country
-
Govt, opp allowed to hold rallies in Islamabad
-
Four soldiers martyred in N Waziristan terror attack
-
Apex court verdict to determine country’s political future: govt