مالے (مالدیپ) 18نومبر (اے پي پي) د اطلاعات، خپرونو او پارلیمانی چارو نګراں وفاقی وزیر مرتضیٰ سولنګی د خالي په ورځ د جمهوریه مالدیپ نوې منتخب شوي صدر محمد معیزو سره ملاقات کړې۔ ملاقات كښې د پاکستان او مالدیپ ترمينځه اړيكو ، معاشی مرستي ، پاکستان كښې د مالدیپ سفیر د تعیناتۍ پشمول د شريكي خوښې په چارو د خيالاتو خرګندونه شوي۔ نګراں وفاقی وزیر اطلاعات د وزیراعظم انوار الحق کاکړ، حکومت پاکستان او پاکستانی اولس د اړخه محمد معیزو له په صدر منتخب كيدو مبارکي وركړه او هغه لپاره ئې د نيكو هيلو خرګندونه وكړه۔ ملاقات كښې سيمه ايزي مرستي ته ودې وركولو لپاره په ګډه د كار كولو عزم څرګندونه وشوه۔ دواړو هېوادونو ترمينځه شريكو اړيكو لا قوي كولو ته سلا راغله۔ نګراں وفاقی وزیر اطلاعات صدر معیزو له د پاكستان دورې كولو بلنه وكرړه كومه چې هغه قبوله كړه۔په دې موقع د مالدیپ صدر نګراں وفاقی وزیر اطلاعات مرتضیٰ سولنګی د حکومت پاکستان په نمائندګی کولو د هغه مننه كولو سره وئويل ډير زر به په پاكستان كښې مالدیپ سفیر تعینات کړې شي۔ده ووئيل پاکستان سره سفارتی اړآكي به لا مستحکم کړې شي۔ نګراں وفاقی وزیر مرتضیٰ سولنګی ووئيل پاکستان مالدیپ سره اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري،دواړه هېوادونه د عقیدت خپلولي لري۔ده ووئيل د پاکستان او مالدیپ ترمينځه دوه اړخيزه سفارتی اړآكي به لا قوي كولې شي۔ مرتضیٰ سولنګی ووئيل سارك غړي په حثيت سره پاکستان، مالدیپ سره ټولو څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكو لا مستحکمولو له لوظي دې۔ ملاقات كښې د مالدیپ خارجه وزير ، د مالدیپ اعلیٰ چارواكي او د پاکستان هائی کمشنر محمد فیاض ګیلانی او نور اعلیٰ افسران هم موجود وو۔
متعلقہ مضامین
-
Once upon a time: Pakistan’s fabled storytellers fade away
-
Fawad suggests govt to hold talks with opposition
-
LHC orders for making report on petroleum crisis public
-
Masood Khan demands global intervention on demographic change in IOJK
-
Supreme Court sees no improvement in PIA
-
Supreme Court sees no improvement in PIA
-
Compensation will be sought from PDM for damaging cultural heritage: Dr. Fridous
-
Palai, The much-awaited red blood citrus is finally ripened
-
PDM: govt refuses to yield come what may
-
President approves Anti-Rape Ordinance 2020 for speedy trial through special courts
-
Five die in Abbottabad as jeep falls into gorge
-
Five die in Abbottabad as jeep falls into gorge