اسلام آباد۔3نومبر (اے پی پی) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د انشورنس محتسب د امر په ضد د پاك قطر فېملي تكافل لمېټډ په درخواست پرېكړه اورولو سره امر كړے دے چې انشورنس كمپنۍ دې صارف له په 30 ورځو كښې د 45 لكه روپو بېرته وركړي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملكت د دې درخواست په اړه ووئيل چې انشورنس پالېسيو سره د ايجنټانو د ګټو تصادم انكشاف باوري كړې شي۔ انوار الحق (شکایت كوؤنكي) په فروری 2017 ء كښې کمپنۍ سره د 45 لکه روپو پالېسي واخسته۔ ده تر كال 2022 ء كلن پریمیم باقاعدګۍ سره ادا كړل۔ ده 45 لکه روپۍ جمع كړې٬ د ناوړه حالاتو له امله ده د ټولو جمع كړې پريميم سره د منافعې اخستو خواست وكړو خو رقم ده ته ترلاسه نه شو۔ په دې ده وفاقی انشورنس محتسب ته رجوع وكړه۔ محتسب كمپنۍ ته د 43 لكه روپو ادا كولو هدايت وكړو۔ كمپنۍ د محتسب د حكم په ضد صدر ته خواست وكړو۔ صدر د كېس اورېدنه وكړه ٬ د فريقېنو دلائل اورېدلو څخه وورستو يۍ پرېكړه اورولو سره وئيل دا منلې شوې حقيقت دے چې كمپنۍ شكايت كوؤنكي څخه 45 لكه روپۍ اخستې دي كوم چې كمپنۍ په كاروبار كښې ولګولې۔ په دې يۍ منافع ترلاسه كړه۔ شكايت كوؤنكي په دې منافع كښې يوې برخې څخه محروم كول به ناانصافي وي۔ كمپنۍ دې د پالېسيو خرڅولو په وخت صارف د ايجنټانو ګټو څخه خبر كړي۔ دې دې د كمېشن په اړه هم خبر كړے شي۔ صدر مملكت د پاك قطر فېملي تكافل خواست مسترد كولو سره انشورنس كمپنۍ ته صارف له په 30 ورځو كښې د 45 لكه روپو بېرته وركولو هدايت وكړو۔
متعلقہ مضامین
-
Pak-China TCM training project kicks off in Qingdao
-
Protest in Neelum Valley on Human Rights Day
-
Pfizer hands PRCS Rs 20m grant
-
Protest in Neelum Valley on Human Rights Day
-
Balochistan launches Gender Equality & Women Empowerment Policy 2020-2024 on Human Rights Day

Instagram, Facebook, Messenger down for users across globe
-
Police nabs ‘head of gang’ involved in manufacturing counterfeit coins
-
Instagram, Facebook, Messenger down for users across globe
-
CM condemns politicisation of corona by PDM