اسلام آباد 02 ستمبر (اے پي پي)پخواني وزیراعظم او د پاكستان مسلم لیګ( ن ) صدر شهباز شریف په شمالی وزیرستان او خېبر ضلعو كښې د ترهه ګرو سره په نښتو كښې شهید شوي افسر او ځوانانو ته پيرزوئنې وړاندې كړې دي۔د خالي په ورځ جاری شوې بيان له مخې پخواني وزیراعظم د ترهه ګرو په ضد جنګيدو سره شهيد شوي میجر عزیز، حوالدار منتظر شاه او سپاهی محمد عارف ته سلام كولو سره د شهيدانو د كورنيو سره د همدردۍ څرګندونه كړي۔ده ووئيل د هېواد حرمت، سلامتیا او دفاع لپاره قربانۍ وركونكي شهيدان او غازیان د قام اتلان دي ٬ د ترهه ګرۍ ختمولو لپاره د دې اتلانو قربانۍ د هيرولو نه دي۔ده ووئيل زمونږ د شهيدانو قربانۍ د ترهه ګرۍ په ضد زمونږ د قامی عزم څركندونه ده۔ ده دعا اوكړه چې لوے ځښتن دې شهيدانو له لوړي درجے او غمجنو كورنيو له د زغم توفيق روكړي۔پخواني وزیر اعظم كوئټه، هزار ګنجی كښې په پولیس موبائل د لاسي بمي بريد هم غندنه وكړه۔ده د پولیس جذبے او قربانیو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره د ژوبل شوي پولیس اهلكارو زر روغتيا له دعا اوكړه۔
متعلقہ مضامین
-
Escaping from Guantanamo Bay
-
Escaping from Guantanamo Bay
-
LADIESFUND MomBoss workshop
-
LADIESFUND MomBoss workshop
-
WE360 Spearheads Food Distribution Drive in Rural Punjab to Alleviate COVID-19 Impact
-
Pakistan presents UNSG proof of Indian terrorism
-
China’s poverty reduction admirable model for world: Pakistani expert
-
China’s poverty reduction admirable model for world: Pakistani expert
-
CTD foils attack at police station; suicide bomber killed
-
Admiral Fasih Bokhari Sounds the Concluding “Ring off Main Engines”
-
Admiral Fasih Bokhari: adieu to a sailor
-
40 boats sink in Ormara due to late-night rains: BFCS