اسلام آباد 11 اګست (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوی د اقلیتونو مذهبی، سماجی، سیاسی او معاشی حقونو تحفظ لپاره د غیر متزلزل عزم پخلې كولو سره وئيلي چې آئین ټولو وګړو له د هغوي د مذهبی عقائد یا نسل نه غير د سیاسی، معاشی او سماجی حقونو ضمانت وركوي، پاکستان به د اقلیتونو د حقونو تحفظ او د هغوي ښېګړي لپاره كار كوي۔ د جمعي په ورځ د ایوان صدر پریس ونګ له مخې صدر مملکت د دې خيالاتو څرګندونه د اقلیتونو قامی ورځ په موقع په خپل يو پیغام كښې كړي۔ده ووئيل د هېواد پرمختګ كښې د اقلیتونو د کردار اعتراف کوو او هغوي ستائيو۔ صدر مملکت د اقلیتونو په قامي ورځ د قام د تعمیر عمل كښې د اقلیتونو مهم کردار رامخې ته كولو سره ووئيل اسلام مونږ له د اقلیتونو د حقونو تحفظ او ټولو وګړو ترمينځه د يووالي درس راكوي۔ ډاکټر عارف علوی ووئيل پاکستان د اقلیتونو د ښېګړي لپاره پرله پسي هڅي كړي،د دې اقداماتو مقصد د هېواد سیاسی او اقتصادی پرمختګ كښې د اقلیتونو د فعاله شرکت ډاډګيرنه كول دي۔ صدر مملکت ووئيل پاکستان به د اقلیتونو د حقونو تحفظ او د هغوي د ښېګړي لپاره كار كوي، مذهبی سکالرز او میډیا ته غږ كوم چې ټولنه د اقلیتونو د حقونو په اړھ خبر كړي، هېواد كښې مينه ، ورورولي او د اتحاد کلتور له وده وركړي۔ صدر د دې باور څرګندونه وكړه چې اقلیتونه به د قامی پرمختګ په عمل كښې خپل مهم کردار ترسره كوي۔
متعلقہ مضامین
-
Efforts afoot to prevent virus outbreak at ‘Panahaghs’
-
Top political leadership polls their votes at different polling stations
-
People threw in dustbin narrative of PDM, Nawaz by voting for PTI: Shibli
-
Justice Qaiser Rasheed sworn in as acting PHC CJ
-
ACE to probe 37 politicians for fraud
-
PTI on top with 10 seats in GB polls; set to form government
-
Political parties should accept decisions of people: Shibli
-
Nawaz couldn’t join PDM meeting due to ‘kidney pain’: Maryam
-
Shabbar Zaidi rejects opp claims about his working relations with PM
-
Pakistan marks Universal Children’s Day today
-
Keeping a keen eye on your health
-
Protection of minorities top priority of Punjab Police: IGP