اسلام آباد 11 مئي (اے پي پي) د پاكستان آئين ګولډن جوبلي په لړ كښې دوه ورځنے نړيوال كنونشن پاې ته رسېدلے ۔په كنونشن كښې د 17 څخه زياتو هېوادونو استازو ګډون كړے۔په دې كښې بېلجيئم ٬ايران٬كينيا٬سوريه٬جمهوريه كرغزستان٬برتانيه٬امريكا٬سكاټ لينډ پشمول د نورو هېوادونو پلاوي شامل وو۔په كنونشن كښې د پارليمان غړو٬سياسي لارښودو٬د سول سوسائټۍ غړو٬مېرمنو او اكېډميه٬غېر مسلم مشرانو ګډون كړے۔د سعودي عرب مجلس شوریٰ چيئرمېن ډاكټر عبدالله بن محمد بن ابراهيم الشېخ هم په كنونشن كښې ګډون كړے۔د كنونشن په وړومبۍ ورځ د پي ډي اېم مشر مولانا فضل الرحمان٬د قانون وفاقي وزير اعظم نذير تارړ٬شيري رحمان٬د سېنېټ پخواني چيئرمېن فاروق اېچ نائيك٬قمرزمان كائره خطاب كړے۔د كنونشن په دوهمه ورځ اختتامي دستورې ته خارجه وزير بلاول بهټو زرداري خطاب وكړو۔په دې موقع اعلاميه هم جاري كړې شوې۔د كنونشن اختتامي غونډه كښې ډاكټر نفيسه شاه اعلاميه وړاندې كړی۔چې پكښې وئېلي شوي په مهم نړيوال كنونشن كښې سعودي عرب٬سوريه٬ايران٬كرغستان٬ازبكستان٬تنزانيه٬برتانيه٬امريكې پشمول د ټولې نړۍ مهمو هېوادونو پلاويو ګډون كړے٬په كنونشن كښې مونږ اتفاق كړے چې جمهوريت په نړۍ كښې لا قوي كولو لپاره به كردار ادا كوو٬مونږ اتفاق كړے چې د جمهوريت٬بشري حقونو او ټولنو آزادۍ لپاره په ګډه كار كوو او مونږ به قانون سازي لا قوي كوو
متعلقہ مضامین
-
General Bajwa telephones Bilawal Bhutto to discuss Karachi incident
-
IG Sindh Mushtaq Mahar, other officers seek leave in ‘protest’ over FIR against Capt Safdar
-
PAF CONDUCTS INTERNATIONAL WHITE CANE SAFETY SEMINAR
-
Assets distributed among poor in KP to help alleviate poverty in province
-
Opposition is fighting its last battle: Afridi
-
Opposition is fighting its last battle: Afridi
-
Deadlocked Doha Talks & Continued Uncertainty
-
Deadlocked Doha Talks & Continued Uncertainty
-
VU moot debates post-pandemic research trends
-
CPEC to help boost tourism in Pakistan
-
GHA strike enters ninth day in Larkana
-
PDMA predicts low-intensity smog this year