سيالکوټ 30 اکتوبر (اے پي پي) د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي چې د هېواد سياست په يو مهم موړ ولاړ دې او د نومبر مياشت به مهمه ثابت شي، تيره ورځ د مارچ کنټينر څخه وئيلي شوې چې د حکومت سره خبري اتري رواني دي خو دا واضحه او ښكاره كوم چې زمونږ د پي ټي يئي سره هيڅ ډول خبري اتري نه دي رواني او نه دا ډول خبري كوم صداقت لري، عمران خان اقتدار په نشه كښې هغه ځائې ته رسيدلې چرته چې د هېواد مينه حيثيت نه لري، هغه هر څه خپل ذات سره تړي، اقتدار محرومي عمران خان د هېواد په دښمني راپورته كړې، عمران خان ژبه د پاکستان د دښمنۍ ٬ژبه ده، د هغه د كارمندانو تربيه د كركي او تقسيم په بنياد ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ په سيالكوټ كښې په خپل كور كښې يو خبري كنفرنس په مهال وكړه۔ده ووئيل پاك پوځ او آئي اېس آئي په ضد عمران خان چې كومه فرمائشي خبره كوي، د هند ميډيا هغې له فل کوريج وركوي او عمران خان زيات سپورټ کوي۔ده ووئيل عمران خان د پاکستان ازلي دښمن هند وياند جوړ شوې دې، عمران خان د پاك پوځ په ضد غږ د هند نيوز چينلز پورته كړي خو عمران خان او د هغه ملګري بايد د دې خبري څخه خبر شي چې زمونږ پوځ او زمونږ د ايجنسيو شميره د نړۍ په ښه پوځ او ايجنسيو كښې ده كوم چې هر وخت د هېواد او قام په خاطر قربانۍ وركوي۔ده ووئيل تيرو دوه مياشتو په مهال زمونږ وسله والو 77 ځوانانو د هېواد او قام د دفاع په خاطر د خپلو ځانونو قربانۍ وركړې دي خو عمران خان او د هغه ملګري د دغه شهيدانو په ضد ډنډوري كوي، آيا دا د هغه د هېواد سره مينه ده؟ د دفاع وزير ووئيل پاك پوځ او ايجنسيو پرله پسې تنقيد کولو عمران خان د هند ميډيا د سترګو ستورې جوړ شوې۔ده ووئيل د عمران خان اصلي مخ اولس ته په ډاګه شوې او وګړي د هغه څخه په شا كېږي هم دغه وجه ده چې د هغه د جمعې په ورځ پيل شوې لانګ مارچ كوم چې په لاهور كښې لس نه تر 12 زره كسان ؤ خو مريد کے ته په رسيدو اوس هغه سره درې زره كسان پاتې شوي۔د دفاع وزير ووئيل چرته څخه چې د پي ټي آئي مارچ تيريږي د هغې زياتره برخه د پنجاب او خېبر پښتونخوا حکومتونو په حدود كښې راځي او په دې مهال خدا مه كړه كه څه وينه اوبهيدله نو د پنجاب او خېبر پښتونخوا صوبائي حکومتونه به ئې ذمه وار وي۔ده ووئيل چوهدري پرويز الهي چا زمونږ سره يوه شپه هم نه ده كړي هغه هم اوس رابطې پيل كړې دي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل عمران خان بيا بيا د ټاكنو غوښتنه كوي هغه له پكار دي چې اول په خپلو دوه صوبو كښې موجود خپلي صوبائي اسمبلۍ مااتي كړي او هلته څخه ټاكني وكړي، د هېواد ټاكني به په خپل وخت كېږي، راروان كال په 13 اګست به موجودہ اسمبلي خپله موده پوره كوي، د هغې نه 9 ورځي پس به د ټاكنو نيټه وركولې شي۔د يوې بلي پوښتني په ځواب ده ووئيل عمران خان د ارواښاد ارشد شريف په مړينه هم سياست كوي، د ارشد شريف د قتل پلټنو له کمېشن جوړ شوې دې بايد عمران خان او سلمان اقبال د ارشد شريف د هېواد پرېښودلو او د هغه ژوند ته د خطر په اړه چې كوم هم معلومات لري هغه کمېشن سره شئير کړي او كه هغه کمېشن سره شئير نه كړل نو کمېشن هغه رابللې شي۔د يوې بلي پوښتني په ځواب ده ووئيل پوځ خپل ځان د سياست څخه لري ساتلو سره خپل آئيني حدود كښې د پاتې كيدو عزم خوشبينه دې د دې به مثبت نتيجې ترلاسه شي
متعلقہ مضامین
-
Not registering an FIR tantamount to helping the oppressor: IGP
-
TTS faculty decries HEC ‘failure’ to resolve their issues
-
Economic growth through infrastructure development
-
Healthy lifestyle can help reduce heart diseases, say: experts
-
Senate committee slams CCPO Lahore for conflicting remarks over motorway case
-
Zardari, Talpur indicted in money laundering case
-
Soldier martyred in firing by terrorists in Waziristan: ISPR
-
NAB granted 14-day physical remand of Shehbaz Sharif
-
Pakistan spending $10bn per annum for debt repayment
-
Blast at iron scrap dealer’s junkyard kills 5 in Nowshera
-
WHO chief lauds Pakistan’s strategy to fight Covid-19
-
Money laundering case: non-bailable arrest warrants for Shehbaz’s wife, daughter issued