اسلام آباد 18 ستمبر (اے پي پي) د كاناډا حكومت د خالصتان ريفرنډم د لارې سكھان د خپلو رايو څرګندوني منع كولو څخه انكار كولو سره هغه د كاناډا قوانين قانوني پيرائے كښې يو امناكه او جمهوري عمل ګرځولې۔ هندوانو په يو مندر بريد او د خالصتان د سكھانو لارښود پوسټر راكوزولو نه پس په رامخې ته شوې صورتحال تبصره كولو سره د كاناډا حكومت يو چارواكي ووئيل د كاناډا وګړو له د رايو څرګندوني آزادۍ په اړه د كاناډا قوانين له مخې د خپلو رايو او خيالاتو څرګندوني بشپړه آزادي ترلاسه ده۔د كاناډا حكومت د اړخه دا بيان د هند حكومت د اړخه ډنډورې نه پس رامخې ته شوې چې پكښې د كاناډا په حكومت زور راوړې شوې ډې خالصتان پلويانو په ضد كاروائي وكړي كوم چې د لس لكهه سكهانو كور دې۔ خالصتان لپاره يو هائي پروفائل كمپائن هلستاني او بيلتون خوښي ډلي سكھز فار جسټس چلوي۔نړآوالي ميډيا رپورټس له مخې د هند حكومت په 18 ستمبر اونټاريو برامپټن كښې ګور ميډوز كميونټي سينټر كښې د خالصتان ريفرنډم ووټنګ څخه وړاندې د كاناډا په حكومت سفارتي فشار اچولو هڅه كړي۔د ووټنګ تيارو لپاره د خالي په ورځ ګڼ شمير سكھان په مركز كښې جمع شوې۔ د كاناډا چارواكو په اړه وئيلي شوې چې د كاناډا وګړي هر دول سياسي هلو ځلو كښې برخه اخستلو او امناكه جمهوري طريقو سره د خپلو حقونو غوښتلو حق څخه نه شي محروم كيدې۔د كاناډا پارلماني غړي سكھ مندر سنګھ دھاليوال هم وئيلي چې آئيني او جمهوري سياسي اظهار مخنيوي نه شي كيدې۔سكھز فار جسټس كونسل جنرل او نيويارك اټارني ګروپتون سنګھ پنن وئيلي دي چې د هند حكومت سكهان د لويديز په وړاندې د انتها خوښو په توګه وړاندې كولو لپاره هره حربه استعمال كړې خو جمهوري حكومتونو د هند فشار كښې راتللو څخه انكار كړې۔ده ووئيل د ووټنګ عمل بشپړيدو نه پس به كيس ملګرو ملتونو كښې پورته كولې شي۔ګروپتون سنګھ پنون د دې خبرې پخلې وكړو چې سكھز فار جسټس او نور خالصتان نواز تنظيمونه د تشدد سره كوم تعلق نه لري۔زموڼږ مقصد د ووټ طاقت استعمالول دي، ګولۍ نه،هند د امن لپاره زمونږ د نقطه نظر څخه كركه كوي۔سكھز فار جسټس پاليسۍ ډائريكټر جتندر سنګھ ګريوال ووئيل خالصتان ريفرنډم مسئله د رايو څرګندوني آزادي حق دائره كښې راځي ،كوم چې يو بنيادي حق دې او د كاناډا وګړو ته ترلاسه دې۔ هند په دې اوصولو پرهيدلو كښې ستونزو سره مخ دې ځكه چې هغوي په يو منظم ډول خپل رياست كښې د خپل حق لپاره غږ پورته كونكي مجرمان جوړ كړي او نن سكهان كوم چې خپل د خپلواكۍ حق استعمالول غواړي مونږ ترهه ګر ګرځولې كېږو۔ده ووئيل اوس هند دا نظام په لويديز كښې هم د مسلط كولو هڅه كوي خو كاناډا چارټر آف رائټس اينډ فريډم د دې حق ضمانت وركوي او كوم هم هندي فشار دا حقيقت نه شي بدلولې۔ميډيا رپورټس له مخې مودي حكومت لپاره د نورو هېوادونو پايه تختونو كښې ګڼ سكهان راجمع كول او هند څخه آزادي او خالصتان آزاد رياست جوړولو غوښتنه يو تكليف رسونكې منظر دې۔ سكھ بيلتون خوښۍ مسئله څو كاله وړاندې وزير اعظم ټروډو د هند دورې په مهال د شخړي يوه لويه وجه وه۔ د هند حكومت د كاناډا په چارواكو كاناډا كښې خالصتانيانو سره نرمۍ رويې خپلولو ښكاره تور لګولې ؤ۔د هند حكومت د كاناډا حكومت څخه غوښتنه كړې چې وګړي په تشدد راپارولو او ترهه ګرو له د شهيدانو درجه وركولو لپاره د رايو څرګندوني آزادۍ حق غلط استعمالولو څخه منع كړي خو سكھز فار جسټس د هندي حكومت دا موقف سختۍ سره رد كړې دې۔ميډيا له مخې د رواني اوونۍ په پيل كښې د هند چارواكو د كاناډا حكومت سره سخت احتجاج پيل ګړې كله چې ټورنټو كښې د بي اے پي اېس سوامينرائن مندر كښې په 18 ستمبر خالصتان ريفرنډم ووټنګ څخه وړاندې په داخلي دروازه ليكلې شوې ؤ چې د هند مخالف او خالصتان په حق كښې غږونو سره اړې ګړې شوي۔ هند په رسمي توګه په كال 2021 كښې د كاناډا انتظاميې له يو خواست وركړې ؤ چې پكښې په سكھز فار جسټس د بنديز لګولو غوښتنه شوې وه۔دغسې د كاناډا حكومت د اړخه عدم مداخلت او ريفرنډم كولو سره دا نتيجه ترلاسه كيدې شي چې د هند مطالبات نه منلې كېږي۔ د كاناډا وزير اعظم وئويل زه تاسو ته يادول غواړم چې كاناډا د امناكه احتجاج حق دفاع لپاره به عمر له موجود وي۔مونږ د خبرو اترو په اهميت باور لرو او په دغې وجه مونږ خپل خدشات وړاندې كولو لپاره ګڼو ذريعو څخه نيغ په نيغه د هند چارواكو ته رسولي۔
متعلقہ مضامین
-
CM reviews progress on economic zones project
-
Not registering an FIR tantamount to helping the oppressor: IGP
-
Tailgating or tolerance — Your weapon of choice to win the race?
-
FIR registered against UAF ex-VC, registrar
-
FIR registered against UAF ex-VC, registrar
-
CM reviews progress on economic zones project
-
Pakistan will not ‘back off’ from facilitation of Afghan peace: FM
-
WHO chief lauds Pakistan’s strategy to fight Covid-19
-
Soldier martyred in firing by terrorists in Waziristan: ISPR
-
Pakistan allows primary schools to resume classes from Sept 30
-
Afghan peace negotiator urges ‘new era’ in ties with Pakistan
-
NUML’s Rawalpindi branch opens