اسلام آباد10دسمبر (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي په نړيوالو چارو مفادات غالب شوي٬ نړۍ ته دا مهال انسانيت لپاره په اخلاقيات آډانه نړيوال نظام ته اړتيا ده، د مصنوعي ذهانت او په اخلاقيات ذاتي مفادات ته ترجيح وركولو كښې نړۍ د اتومي وسلو نه هم زياتو لويو خطرو سره مخ ده۔ د جمعې په ورځ د انسټي ټيوټ آف سټريټجك سټډيز اسلام آباد تر سېوري لاندې دوه ورځني اسلام آباد کانکليو 2021 د پائې غونډې ته خپلې وېنا كښې صدرغريبو هېوادونو څخه د مني لانډرنګ د لارې سرمايه شتمندو هېوادونو ته د منتقل كېدو ذكر كولو سره ووئيل دې مسئلو حل كولو لپاره په اخلاقيات آډانه نړيوال نظام ته اړتيا ده ۔ ده د تھنك ټينکس د کردار ستائنه كولو سره ووئيل د حکومت او تھنك ټينکس ترمېنځه فاصله ده ځكه چې د پارلمان غړي او حكومتي كارمندان شاذ و نادر د تحقيقي موادو لوسته كوي۔ ده ووئيل د څو لسيزو روان جنګ نه پس اروپاﺀ د شخړو خاتمې ته يوه خله شوې خو د دې برعكس په نورو منطقو كښې دا سلسله لا روانه ده چې مثال ئې د عراق او افغانستان جنګونه دي۔ د نړۍ په هېوادونو كښې د وسلې د پرله پسې زغل ذكر كولو سره صدر ووئيل د دې په ځاے نړۍ له د غربت كمي لپاره د خپل عزم څرګندونې ته حاجت دے كوم ته چې د بده مرغه پام نه كېږي٬ د دې په ځاے اېن جي اوز او بل ګېټس غوندې عظيم شخصيات د دې خلاء ډكولو ستړې كوي۔ صدر مملکت په نړۍ زور رواړو چې ھغوي پخپلو رويو نظر ثاني وكړي ځكه چې اندېښنه ده چې دا ډول جنګ به انسانيت لپاره د تباهې وړ وي۔ صدر عارف علوي د تھنك ټېنکس پحقله ګډون كوٶنكي د خپلې خوښۍ نه خبرولو كښې ووئيلانسټي ټيوټ آف سټريټجك سټډيز اسلام آباد غوندې ادارې د خپلو تحقيقي كارونو د لارې وړاندېزونه وركولو سره نړۍ د موجوده صورتحال څخه په ويستلو كښې مرسته كولې شي۔
متعلقہ مضامین
-
Buzdar urges conspirators to compare tenure of looters with that of PTI govt
-
Govt fails to pass bills in PA as quorum collapses
-
Two suspects in MPA Shahnaz Ansari murder case sent on judicial remand
-
Opp in NA seeks names of those involved in wheat and sugar crisis
-
Around 135 people tested for coronavirus in Sindh: CM
-
Wife of Indian Punjab CM visits Kartarpur Sahab
-
PM says greener pastures ahead as U-21 Games kick off in Peshawar
-
SC extends hearing of Khawaja brother’s bail plea for 7 days
-
PIA suspends flight operation to Qatar till March 31
-
SC extends hearing of Khawaja brother’s bail plea for 7 days
-
Navy launches drive to plant 4m trees
-
Buzdar reviews measures being adopted against coronavirus