اسلام آباد 22 ستمبر (اے پي پي)صدر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي قام يوازې د وسائلو په بنياد پرمختګ نشي كولے ٬قامونه د ذهنونو په روشن خيالۍ او د علم او شعور په بنياد پرمختګ كوي٬ بايد كارپورېټ سېكټر په نړۍ كښې برينډ پاكستان معرفي كړي۔د بشري حقونو درس وركونكو لوېديزو هېوادونو د هېواد بې كوره شوي مظلومه كډوال په سمندر كښې مرګ ته پرېښودي٬پاكستان يوازنے هېواد دے كوم چې د 40 لكه افغان كډوالو كوربتوب كړے دغسې پاكستان په كاميابۍ سره د ترهه ګرۍ مقابله كړې٬د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ ځايې هوټل كښې ليډرز ان اسلام آباد سمټ ته وېنا كښې وكړه۔ده ووئيل د انساني تاريخ په ابتدا كښې ابلاغ د انسانانو ترمينځه د اړيكو په بنياد رامخې ته شوے۔انسانانو زياتره د پريكړو په بنياد هم معلومات ترلاسه كړي۔ده ووئيل دلته د فيك نيوز يرغل دے٬د نيوزي لينډ كركټ ډلې د پاكستان دوره د بې بنسټه خبرونو په بنياد منشوخ شوې۔صدر ووئيل انسان په څه ځاے كښې د جانبدارۍ څرګندونه ضرور كوي٬مونږ دا ګڼله چې امريكې به د وېت نام جنګ څخه څه زده كړه كړې وي۔ده ووئيل د رېټ كراس پلاوي زما سره ملاقات كړے چې پكښې ما د دې خواهش څرګندونه كړې چې په نړۍ كښې كوم كېفيت راپیدا شوے د هغې څخه دې وګړي وويستلې شي۔ده ووئيل د چنګېز او هلاكو خان په دور كښې دومره كسان نه وو وژلې شوي څومره چې په 20مه 21مه پېړۍ كښې وژلې شوي ۔ده ووئيل په ژوند كښې انسان زده كړه كوي بايد مونږ د خپل ځان سره سره د ټولنې خيال هم اوساتو٬د انسان د ذهن لپاره د هر څيز ډېټا تجزيه كول ممكن نه ده۔د 70 په لسيزه كښې زه خوشحاله ووم چې انسان پرمختګ كوي او امريكا د وېت نام څخه انخلا كوي٬د 80 په لسيزه كښې پخوانے سويت يونين افغانستان ته داخل شو او د 90 په لسيزه كښې امريكا هم راغله۔صدر ووئيل دروغ رېښتيا ثابتولو لپاره د فيك نيوز سهارا اغستلې كېږي٬د نيوزي لينډ كركټ ډلې د پاكستان دوره هم د دې د لارې منسوخ كړې شوې۔صدر د كشمير مسئلې ذكر كولو كښې ووئيل د دې څخه كومه لويه مسئله نشته خو دې پلو پام لرنه نه كېږي٬ده ووئيل ليګ آف نېشنز او د ملګرو ملتونو پشمول نړيوالو ادارو د وسلې كنټرول كولو لپاره وئېلي وو٬اوس د وسلو ځاے كارپورېټ ادارو نيولے۔په نړيواله پالېسۍ د دې اثر دے۔صدر ووئيل هېواد كښې د آئي ټي او په نورو څانګو كښې د پرمختګ او كاميابۍ پراخا موقعې شته بايد كارپورېټ سېكټر په نړۍ كښې برانډ پاكستان معرفي كړي خو دا ضروري ده بايد ستاسو په ژبه نړۍ باور وكړي٬په دستوره كښې د كارپورېټ څانګې سره تعلق لرونكو شخصياتو او نمائندګانو ګډون كولو
متعلقہ مضامین
-
Faisal Vawda submitted false affidavit in dual nationality case: IHC
-
Quaid mausoleum sanctity case: Court asks police to probe Maryam, Safdar
-
Naundero Health Center face crippling issues
-
Promoted doctors of BPS-19 await posting, accuse department of corruption
-
Shibli terms Imran Khan upright, brave leader
-
Shibli terms Imran Khan upright, brave leader
-
In Spain, hugs and sea air for Covid ICU survivor
-
Shehbaz’s daughter, son-in-law declared proclaimed offenders
-
UN bashes Iran’s deadly crackdown on Balochistan oil smugglers
-
IHC throws ball in ECP’s court in Vawda disqualification case
-
Covid-19 claims 2 more patients, infects 189 others
-
Exorbitant fee of ICT colleges deprive students of higher education