اسلام آباد10ستمبر (اے پي پي) د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير سېنېټر سيد شبلي فراز وئېلي دي اليكټرانك ووټنګ مشين په پاكستان كښې د سپيځلو ټاكنو ضمانت دے٬حكومت د اليكټرانك ووټنګ مشين په اړه د اپوزېشن پشمول سټيك هولډرز څخه تعميري تجاويز اخستو لپاره چمتو دے۔د جمعې په ورځ د “اليكټرانك ووټنګ مشين او انتخابي اصلاحات”په سرخط ويبنار ته خطاب كولو په مهال ده ووئيل اي وي اېم او انتخابي اصلاحات د آزادو او باور وړ ټاكنو لپاره ضروري او زمونږ راتلونكو نسلونو لپاره مهم دي۔د پاكستان انسټي ټيوټ آف ډوېلپمنټ اكنامكس(پائيډ) د سيوري لاندې ويبينار كښې د بېلو تنظيمونو انتخابي چارو پوهانو ګډون كولو۔د فافن سرور باري٬د پلډاټ احمد بلال محبوب او د الېكشن كمېشن آف پاكستان پخواني سېكرټري كنور دلشاد هم ويبينار كښې ګډون كولو۔وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز ووئيل اي وي اېم او انتخابي اصلاحات د آزادو او باور وړ ټاكنو لپاره ضروري او زمونږ راتلونكو نسلونو لپاره مهم دي۔بايد مونږ ټېكنالوجي پلو لاړ شو۔ده ووئېل حكومت انتخابي اصلاحات لپاره هلې ځلې كړي او دا اصلاحات به انتخابي عمل كښې شفافيت باوري كړي۔ده ووئيل ټولې پريكړې د ذاتي رائے په ځاے په تحقيق اډانه پكار دي۔وفاقي وزير شبلي فراز د پوهانو او ويبينار ګډون كوونكو سره د پاكستان انسټي ټيوټ آف ډوېلپمنټ اكنامكس د ويبينار په اهتمام او سياسي او سماجي مسئلو حل كولو لپاره اقدامات وستائېل
متعلقہ مضامین
-
Faisal Vawda submitted false affidavit in dual nationality case: IHC
-
Graft-buster goes after drug officials
-
Graft-buster goes after drug officials
-
Naundero Health Center face crippling issues
-
Promoted doctors of BPS-19 await posting, accuse department of corruption
-
Pakistan, Sri Lanka agree to cement defence cooperation
-
PM tells Hafeez Shaikh to continue as finance minister
-
AMAN-21-The message resonates
-
SIREN to develop Conferencing system at Shah Abdul Latif University
-
Shehbaz’s daughter, son-in-law declared proclaimed offenders
-
Opposition’s demand of mid-term elections unconstitutional: Governor
-
Covid-19 claims 2 more patients, infects 189 others