اسلام آباد۔5 اګست(اے پی پی)وزیراعظم عمران خان وئيلي دي مقبوضه كشمير كښې د ناحقه وژنو ٬ تشدد او د خلكو د نيولو لړۍ روانه ده۔ د هندي ځواكونو په پېلټ ګن كارولو د يو شمېر كشميريانو ځوانانو د سترګو نظر تلے۔ د هند لخوا د بشري حقونو خلاف ورزۍ اندېښمنې دي۔ د مقبوضه کشمیر خلک د ملګرو ملتونو پریکړو تر مخه د خپلواکۍ حق غوښتنه کوي. د هندوتوا نظريې له مخې د مقبوضه کشمیر خلکو ته خپلواکۍ لپاره د دوي د هلو ځلو سزا ورکړې کیږي. د آبادۍ په تناسب كښې بدلون د جنېوا كنونشن ښكاره خلاف ورزي ده او دا د جنګي جرمونو سره سم كار دے۔ (او ائې سي) اسلامي تعاون تنظيم او نړيواله ورورولي دې مقبوضه كشمير او فلسطين كښې د تاريخي ظلمونو خبر واخلي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د ډاكټر سعيد الغفلي په مشرۍ كښې د اسلامي تعاون تنظيم د آزاد مستقل انساني حقوق كمېشن پلاوي سره خبرو كښې وكړه كوم چې د زيارت په ورځ هغه سره ملاقات كولو۔ ملاقات كښې وزيراعظم په مقبوضه جمو او کشمیر كښې د بشري حقونو په سنګينو خلاف ورزيو ژوره اندېښنه ښكاره كړه په كومو كښې چې د تېرو دوو كلونو په مهال زياتوالې رامخې ته شوے۔ وزيراعظم پلاوي ته ووئيل هند د 5 اګست 2019ﺀ نه پس مقبوضه کشمیر كښې غېر قانوني او يو اړخيزه ګامونه پورته كړي ٬ هغه پلاوې د كشميري اولس زياتو شوو ستونزو او کړاوونو څخه هم خبر كړو۔ وزيراعظم ووئيل د مقبوضه جموں وكشمير اولس د خپل منلي شوي حق غوښتنه كوي د كومو وعده چې دوي سره د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په قراردادونو كښې شوې۔ وزیراعظم ووئيل د مقبوضه جموں وكشمير او فلسطين صورتحال د تاريخ تر ټولو لويه ناانصافي ده او او آئي سي او نړۍ له به حالات سمولو له مهم كار كول وي۔ وزيراعظم مقبوضه جموں وكشمير كښې د هند منظمه او لويه كچه د بشري حقونو خلاف ورزې په رامخې ته كولو د او آئی سي د آزاد مستقل انسانی حقوق كمېشن ستائنه وكړه۔ هغه ووئيل د يوې آزادې ادارې په توګه د كمېشن خيالات د موجوده زمكيزو حقائقو سره سمون لري۔ د مقبوضه جموں وكشمير اولس د دوي ناوړه حالت په محسوسولو او د او آئي سي او نړيوالو ورورولۍ پام دې پلو په راګرځولو د كمېشن مننه كوي۔ وزيراعظم د 5 اګست 2019ﺀ نه پس د هند لخوا د پورته كړو ټولو يو اړخيزو او غېر قانوني ګامونو بېرته اخستو او مقبوضه جموں وكشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزيو په سمدستي توګه د بندولو په حاجت زور راوړو۔ وزيراعظم په دې مهال د مخ په زياتېدونكې اسلامي فوبيا ذكر هم وكړو او په اسلامي نړۍ ئې زور راوړو چې هغه په دې قابو موندلو له په ګډه هڅې وكړي۔ په 5 اګست 2019 د هند د غېر قانوني او يو اړخيزه ګامونو دوو كلونو بشپړېدو په موقع د كمېشن پلاوي وزيراعظم عمران خان سره ملاقات ډېر زيات مهم دے او د پلاوي په دې ورځ پاكستان كښې موجودګي د كشميري اولس د منصفانه دريځ د ملاتړ عكاسي كوي۔ د کمېسیون پلاوې په مقبوضه کشمیر كښې د بشري حقونو خرابېدونکې وضعې بيا جاج اخستو له د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل پرېكړې په رڼا كښې د اسلام آباد او آزاد كشمير دوره كوي۔ كمېشن يوه بشپړه تګلاره وضعه كړې چې له مخې به ئې د بشري حقونو سنګين صورتحال ته باقاعدګۍ كتنې سره رپورټس مرتب كولې شي۔
متعلقہ مضامین
-
Opposition wants CM to take vote of confidence from Punjab Assembly
-
PM Imran nominates PML-Q’s Kamil Ali Agha for Senate polls
-
BAP leader, brother die in Lasbela road mishap
-
‘Silence of global powers over Indian atrocities on Kashmiris worrisome’
-
Land mafia doesn’t deserve any concession: Punjab IG
-
Two Saudi-bound passengers arrested over fake Covid-19 test reports
-
Police recover weapons stashed by militants in Jamrud
-
Two Saudi-bound passengers arrested over fake Covid-19 test reports
-
Police recover weapons stashed by militants in Jamrud
-
HRCP for highlighting human rights violations in IIOJK
-
Let me do my work, judge snubs Shehbaz on political speech in courtroom
-
SC issues notices to AGP, FO in petition over murder of 11 Hindus in India