اسلام آباد 15 مئي (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني وئيلي دي چې د پاكستان اوسنې حكومت د كاروبار او پرمختګ موقعې زياتولو لپاره افريقې ته خاص پام كوي. د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان له مخې ده دا خبرې د خالي په ورځ د جبوتي دورې په مهال د يونين آف كوموروس صدر اېزلي اسوماني سره د ملاقات په مهال په خپلو خبرو كښې وكړې. د سېنېټ چيئرمېن د يونين آف كوموروس صدر ته د پاكستان د دورې كولو بلنه هم وركړه. ده د مقبوضه كشمير او فلسطين په بې ګناه اولس د روانو ظلمونو په ضد په غږ پورته كولو ټينګار وكړو او وې وئيل چې بايد د فلسطين او كشمير مسئله په نړيوالو فورمونو په ډاګه كړې شي. د سېنېټ چيئرمېن د پاكستانې كميونټې د مېلمستيا په دستوره كښې ګډون هم وكړو او دوي ته ئې د هر ډول مرستې او ملاتړ باور وركړو. په اېتهوپيا كښې د پاكستان سفير محمد فاروق هم د ملاقاتونو په مهال د سېنېټ چيئرمېن سره و.
متعلقہ مضامین
-
Court seeks record of salaries, privileges received by Shehbaz Sharif
-
Pak-Afghan trade to boost via Torkham border
-
Court seeks record of salaries, privileges received by Shehbaz Sharif
-
Smokers propose imposition of health levy on cigarettes to discourage use
-
PDM lawmakers’ resignations to be accepted immediately: Faisal
-
Buzdar seeks joint efforts to curb coronavirus spread
-
GCU, UET join hands for research collaboration
-
Karachi’s Red Line BRT plan to begin in two months, Qadir
-
KSrelief distributes 800 winter bags in Chitral region
-
7 Karachi localities to have no gas for 14 hours today: SSGC
-
UNICEF and PSDF sign partnership agreement for research on youth skills development and job placement
-
7 Karachi localities to have no gas for 14 hours today: SSGC