اسلام آباد 22 جنوري (اے پي پي) د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې د راوي اربن ډوېلپمنټ پروجېكټ ، د سېنټرل بزنس ډسټركټ ، د والټن ايئر پورټ د منتقلې او د پنجاب د وړو ښارونو په خوا كښې د وزيراعظم د وژن له مخې اولس لپاره د ارزانې استوګنې پروژې د پېشرفت جاج اخستو لپاره د جمعې په ورځ غونډه وشوه. د وزيراعظم آفس د مېډيا څانګې لخوا جاري بيان له مخې په غونډه كښې د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل، د نيا پاكستان هاٶسنګ اتهارټۍ چيئرمېن لېفټېننټ جنرل ﴿ر﴾ انور علي حېدر او اعلٰي چارواكو ګډون وكړو. په غونډه كښې د پنجاب د خزانې وزير مخدوم هاشم جوان بخت، د پنجاب وزيراعلٰي صلاحكار ډاكټر سلمان شاه، د وزيراعلي خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان، د راوي اربن ډوېلپمنټ اتهارټۍ چيئرمېن راشد عزيز او اعلٰي چارواكو د وېډيو لنك د لارې ګډون وكړو. غونډه د دې پروژو د پېشرفت څخه خبره كړې شوه. په دې موقع وزيراعظم عمران خان ووئيل دا پروژې نه يوازې په سماجي او معاشي لحاظ مهمې دي بلكې دې سره به د روزګار موقعې هم راپېدا شي. وزيراعظم عمران خان غريب او كم امدن لرنكې طبقې لپاره زر تر زره د كورونو د پروژې پېل كولو سپارښتنه وكړه
متعلقہ مضامین
-
KKH maintenance work to start within a week: Mushtaq Ghani
-
Pakistan expects incoming Chinese envoy to promote business ties, boost CPEC
-
TTS faculty decries HEC ‘failure’ to resolve their issues
-
CM reviews progress on economic zones project
-
Not registering an FIR tantamount to helping the oppressor: IGP
-
CM reviews progress on economic zones project
-
Healthy lifestyle can help reduce heart diseases, say: experts
-
TTS faculty decries HEC ‘failure’ to resolve their issues
-
SC accepts appeal by Daniel Pearl’s family against Sheikh’s acquittal
-
Senate committee slams CCPO Lahore for conflicting remarks over motorway case
-
Pakistan will not ‘back off’ from facilitation of Afghan peace: FM
-
Army captain martyred in clash with terrorists