اسلام آباد 19 جنوري (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين خان ګنډاپور په مقبوضه كشمير كښې د هند د روانې رياستي ترهګرې سخته غندنه كٍړې او وئيلي دي چې هند په مقبوضه سيمه كښې د ظلم او جبر المناك مثالونه جوړوي او د يو منظم پلان له مخې د بې كشميريانو د نسل كشۍ لړې روانه ده. د اتوار په ورځ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل چې كه يو خوا په مقبوضه سيمه كښې د كرفيو په نتيجه كښې د كشميريانو معاشي او نسلي قتل روان دے نو بلخوا په مقبوضه كشمير كښې په عقوبت خانو كښې د ماشومانو د موجودګۍ د خبرونو نه د هندي حكومت د پست ذهن او درندګۍ اندازه لګول كېدے شي. ده ووئيل چې كشميريانو د حريت جذبه ژوندې ساتلې او هند به په هر يو پلان كښې پاتې راځي. ده ووئيل چې ټول پاكستان قوم او حكومت به كشميري وروڼو سره د يووالي څرګندونې لپاره د فرورې په 5مه نېټه د كشمير يووالي ورځ دې عزم سره لمانځي د خپلواكې حق ترلاسه كولو لپاره به تر وروستې سلګۍ او د وينې تر وروستي څاڅكي د كشميريانو ملاتړ جاري ساتلې شي.
متعلقہ مضامین
-
په راتلونكو څلورو كلونو كښې به د مدرسو ټول زده كوٶنكي د سركاري بورډز د لارې د مېټرك او اېف اېس سي امتحانونه وركوي۔ شفقت محمود
-
پائيدار پرمختګ لپاره د ژوند په بېلا بېلو څانګو كښې د كاركوونكو مېرمنو تحفظ د وخت ضرورت دے. ډاكټر شېرين مزاري
-
د مرګ په صورت تر دريو ورځو په اولسي ځائ كښې د ځوړندولو پېرا د هېواد و د شرعي قوانين او د نړيوال بشري قوانين په ضد ده
-
د مقبوضه كشمير وګړو لپاره د پاكستان د وېزه په پالېسې كښې د بدلون په اړه د مېډيا اطلاعات درست نه دي. د خارجه دفتر وياند
-
د اطلاعات او خپرونو وزارت د ډائرېكټورېټ آف الېكټرانك ميډيا اېنډ پبليكېشنز ډاېرېكټر جنرل محمد طاهر حسن ته د پي آئي او اضافي ذمه وارۍ وسپارلې
-
قائداعظم د دوراندېشۍ په سبب په راتلونكو حالاتو د وړاندې نه پوهه شوے و۔ اسد عمر
-
د اولس مشر ډاكټر عارف علوي د كرسمس په موقع پېغام
-
د مخدوم شاه محمود قرېشي لخوا د سعودي خارجه وزير فېصل بن السعود او د هغه د پلاوي په درناوي كښې د ماسپخښين مېلمستياﺀ
-
د اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ټوېټ
-
پاكستان ناقابل تصور ښكلا پټ ساتونكې قدرتي شاهكار او د سېلګرې لامحدود موقعې لرونكې خاوره ده. وزيراعظم عمران خان
-
وزيراعظم عمران خان د ترلائي پناه ګاه دوره وكړه
-
كال 2019 د پاکستان سول اېوي اېشن اتھارټۍ په انتظامي او وظيفائي چارو كښې د بهترۍ د پېل كال ٶ