کراچي 22 جولائي (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې وزيراعظم عمران خان به د امريكې دورې په مهال په قامي ګټه د پاكستان بيانيه رامخې ته شي٬ د سمندر پورې غاړه پاکستانيانو د پاکستان مخالف بيانيه رد كړه، د پاكستان د دښمنانو سازشونه سا وركوٶنكې دي٬ د پاكستان وزيراعظم ا و د امريکائي اولس مشر د ملاقات به په منطقه كښې مثبت اثرات رامخې ته شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ډاكټر فردوس عاشق اعوان د ګل په ورځ د كراچۍ په پرېس كلب كښې ميډيا سره په خبرو كښې وكړه۔ په دې موقع د پرېس كلب صدر امتياز خان فاران، سېکتر ارمان صابر، د مجلس عامله غړي او د پي ټئي آئي فردوس شميم نقوي پشمول نور كسان هم موجود وو۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل عمران خان د قامي سلامتيا، قامي مفادو او عوام د حقونو بيانيے ته په نړۍ كښې وده وركولو لپاره وتې دې نو مونږ دا هيله لرو چې ځينې سياسي نابالغ دوستان څوك دې د پاکستان مفادو ته د زيان رسولو هڅې كوي ھغوي به لږ په قلاره كېښنې٬ دې ووئيل كه چا له سياست يا احتجاج كول وي نو ھغوي دې پاكستان راشي و دې كړي٬ د هېواد نه بهر زمونږ يوازې هم يوه بيانيه او پېژندګلې د هېواد او قام ګټه پكار ده ۔ دې ووئيل سياسي مقاصدو لپاره دې په نړيواله كچه داسې وږې ونه لټولې شي چې د ھغې د لارې د پاكستان كمزورې كولو په هلو ځلو كښې حصه دار جوړ شئ۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ د پاکستان پحقله يو محصوص سوچ او ذهن لرلو٬ د وزيراعظم دورې سره به د ترهګرۍ په ضد د پاكستان قربانۍ تسليمولو كښې مرسته ترلاسه شي۔ دې ووئيل د عمران خان په مشرۍ كښې ګرين پاسپورټ په عزت كښې اضافه شوې ده ۔ دې ووئيل تېره شپه چې څنګه اووسيز پاكستانيانو وزيراعظم عمران خان سره د يوالي څرګندونه كړې ده د ھغې مثال نه ترلاسه كېږي۔ د وزيراعظم خاص مرستيالې ووئيل زه هيله لرم چې د پاکستان د بيانيه تحفظ لپاره به ميډيا هائوسز٬ اليکټرونك او پرنټ ميډيا د وزيراعظم عمران خان او امريکائي اولس مشر ټرمپ ملاقات په مثبت ډول وړاندې كړ۔ دې ووئيل سندھ كښې جمهور د څښلو پاكو اوبو پسې ترسېږي٬ دلته د جمهور نه د جمهوريت فكر دے٬ مونږ دا عزم لرو چې جمهور به جمهوريت لپاره قوي كوٶ۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل په قبائيلي سيمو كښې په كېدونكو ټاكنو كښې د دوه سياسي ګوندونو ضمانتونه ضبط شوې دي او اولس د دواړو ګوندونو سياست رد كړو۔ دې ووئيل د کراچي پرېس کلب دورې په مهال د صحافتي نتظيمونو او د ميډيا وركرز مسائل احاطه كړې شوې دې او د مسئلو هواري لپاره به په عملي توګه ګامونه پورته كوٶ۔ دې ووئيل د ګھوټکي په ټاكنو كښې د پيپلز ګوند د كانديد په ملاټر كښې د صوبائي حكومت وسائل كارولې كېږي۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل په تېرو ورځو كښې د كراچۍ پرېس كلب صدر سره د پاكستان تحريك انصاف غړي رويه ذاتي عمل ٶ٬ پي ټي آئي دې ډول عمل ډاډګيرنه نه كوي۔ دې ووئيل ما او فردوس شميم نقوي خپلې ډلې سره په دې لړ كښې د كراچۍ پرېس كلب صدر نه بخښنه غوښتې ده۔(ګ ل/
متعلقہ مضامین
-
ECNEC approves construction of Hyderabad-Sukkur Motorway, other infrastructure projects
-
PM orders inquiry into criminal delay over Gwadar breakwater project
-
LWMC issues sanitation plan for Eid-ul-Azha
-
KP govt decides to provide transport facility to girl students
-
KP govt decides to provide transport facility to girl students
-
ECP notifies PTI MPAs on five reserved seats
-
Workshop on space science for students held
-
ECP notifies PTI MPAs on five reserved seats
-
Workshop on space science for students held
-
Court extends Imran Khan’s interim bail
-
Imran’s threats can’t deter coalition govt
-
Open court to hear IK’s plea against NAB law