اسلام آباد 12 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم د سرمايه كارۍ بورډ چيئرمېن ته د كاروبار پحقله وفاقي او صوبائي قوانين كښې همكاري او د كوټلو جوړولو عمل په يوه مياشت كښې د بشپړولو امر كولو سره وئيلي دي د سرمايه كارۍ بورډ لخوا وړاندې كړې شوو سفارشاتو په رڼا كښې اړوند قوانين د صوبو په اشتراك سره لا آسان كړئ دغسې چې غېر ضروري شرطونه ختم كړې شي۔ ده دا امر د جمعې په ورځ د سرمايه کاري بورډ د بورډ آف ډائريکټرز د غونډې مشرۍ په مهال وكړو ۔په غونډه كښې د توان وزيرِ عمر ايوب خان، د خزانې سلاحكار ډاکټر عبدالحفيظ شېخ، د تجارت سلاحكار عبدالرزاق داؤد، د سرمايه كارۍ بورډ چيئرمېن زبېر ګېلاني، ډاکټر سلمان شاه، ډاکټر شمشاد اختر، احمر بلال صوفي او نورو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې بېلا بېلو څانګو كښې د ملكي او غېر ملكي سرمايه كارۍ ودې ٬ د كاروبار په لاره كښې رامخې ته خنډان او ستونزې لرې كولو٬ د خاص اقتصادي زونز جوړولو ٬ د صنعت او حرفت سره تړون لرونكو كسانو ته آسانۍ ورسولو او په وفاقي او صوبائي كچه كاروباري ورورولۍ له آسانۍ باوري كولو لپاره د سرمايه كارۍ بورډ لخوا د شوو اقدامات او په دې لړ كښې د سباٶن په لائحه عمل غور اوشو۔ د سرمايه کاري بورډ چيرمين د سرمايه كارۍ پحقله جوړه كړې د 24-2020 لپاره د نوې لائحه عمل وړومبنې تجويز شوې مسوده هم وزيراعظم ته وړاندې كړه۔ د بورډ غړو تجويزونو له مخئ مسودې ته به حتمي شكل وركولې شي۔ وزيراعظم ته ووئيل شول د سرمايه کاري بورډ لخوا د كاروبار پحقله د وفاق او په صوبائي كچه د موجودو بېلا بېلو قوانينو يووالي او ښه كولو عمل پېل كړې شوې۔ وزيراعظم د بريفنګ په مهال خبر كړې شوې چې د خاص اقتصادي زونز پحقله هم د قوانين جاج اخسلې كېږي دغسې چې دا كاروبار دوسته جوړ كړې شي۔ په دې موقع وزيراعظم د سرمايه كارۍ بورډ چئيرمېن ته د كاروبار پحقله سرمايه کاري بورډ ته په وفاقي او صوبائي قوانين كښې د يووالي او د كوټلو جوړولو عمل په يوه مياشت كښې د بشپړولو امر وكړو۔ ده په دې خبره زور رواړو چې د سرمايه کاري بورډ لخوا د سفارشاتو په رڼا كښې به اړوند قوانين د صوبو په اشتراك سره لا آسان كړئ دغسې چې ډېر ضروري شرطونه ختم كړې شي ۔ ده ووئيل د سرمايه کارو ډاډګيرنه او دوي ته هر ډول ممكنه آسانۍ وركولو ته حكومت پاملرنه كوي۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل په وفاقي او صوبائي كچه په بېلا بېلو قوانينو٬ كاروبار لپاره غېر ضروري قواعد او ضوابط ٬ د سركاري څانګو لخوا كاروباري ټولنې لپاره د ستونزو پېدا كولو رويې او كرپشن كاروباري طبقو لپاره مسئلې پېدا كړې
متعلقہ مضامین
-
PTI MNA threatens to carry out suicide attack if harm befalls Imran
-
PM for reinvigorating ties with Japan in trade, investment
-
SHC sends Dua to shelter home; orders medical test
-
SHC sends Dua to shelter home; orders medical test
-
SHC sends Dua to shelter home; orders medical test
-
Railways minister orders steps to save energy
-
PHC Abbottabad bench judges visit Central Jail Haripur
-
PHC Abbottabad bench judges visit Central Jail Haripur
-
Sustainable solutions to climate change need of hour: speakers
-
Railways minister orders steps to save energy
-
NA rejects bill on compulsory drug test for students
-
PTI, PML-Q MPAs granted bail in PA brawl case