اسلام آباد 01 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د كوټلې قانون سازۍ او د سخت مالياتي نظم اوضبط د لارې قامي معيست په مستحكمو او كوټلو بنيادونو اودرولو لپاره د عزم څرګندونې سره وئيلې دي د هېواد معېشت په سم لوري روان دے ٬ سعودي عرب ٬ قطر ٬ يو اے اي ٬ او د چين پشمول كه دوست هېوادونو زمونږ مرسته نه وه كړې نو پاكستان به ديواله شوے ؤ ٬ اوسني حكومت ته د تاريخ تر ټولو زياته كرنټ اكاونټ خساره په ورثه كښې پاتې ده ٬ د كومې په سبب چې په روپۍ د ډالر فشار زيات شوے د كوم مخ نيوې له چې اقدامات روان دي ٬ رېكارډ خساره پرېښودونكې اوس د هېواد غېر مستحكم كولو هڅې كوي ٬ كه د قيادت مرګ ژوند په هېواد كښې ؤ نو په هېواد كښې به داسې حالات نه ؤؤ ٬ د روپۍ قدر كمېدو او د ډالر زياتېدو سره د تېرو واكدارانو اثاثې زياتېږي٬ د پاكستان په پخوانې ډول چلولو بيخي ګنجائش نشته٬ نوې پاكستان به جوړول وي٬ ټولې ادارې همكارۍ سره كار كوي٬ د اولس په طاقت اقتدار ته راغلې يم او د هېواد او قام په مفادو به سودا اونه كړم٬ چا له به اېن آر او نه وركوم٬ اېن آر اوز پخوا هېواد ته ډېر زيان رسولې٬ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ يو شخصې ټې وي چېنل سره مركه كښې وكړه ٬ په دې مهال د خزانې وفاقې وزير ډاكټر عبدالحفيظ شيخ او د اېف بي ار مشر شبر زيدې هم موجود وو ٬ وزيراعظم د هېواد معيشت او د ډالر بيعې زياتېدو په حقله د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئېل دا وخت د هر پاكستاني په خله دا خبره ده چې حالات چرته روان دي ؟ ده ووئېل دا حالات ولې راپېدا شوي په دې د هر وګړي نظر دے ٬ ده ووئېل په دې خبره ځان پوهول ضروري دي چې مونږ ته كوم ډول معيشت په ورثه كښې پاتې شوې ٬ او اوس دا په كوم لوري روان دے ٬ ده ووئېل د پاكستان معيشت باندې پوهېدو له دوه څيزونه ضروري دي اول مالياتې خساره چې پكښې د امدن او خرڅونو تر مينځه تناسب اوكتلې شي ٬ او بله كرنټ اكاونټ خساره چې پكښې برامدات او درامدات او د ډالر قدر كتلې شي او د د كومې پرېكړه چې نړۍ كوي ٬ وزيراعظم عمران خان ووئېل كه مونږ برامدات كموو نو كرنټ اكاونټ خساره به زياته شي او په دې ټولې نړېوالې اېجنسۍ پرېكړه كوي چې د دې حالت ښه دے كه بد ٬ ده ووئېل مونږ ته مالياتې خساره تر ټولو زياته په ورثه كښې د تېر حكومت نه پاتې ده ٬ او كرنټ اكاونټ خساره هم نزدې 19 اربه ډاره راپاتې وه ٬ د كومې په سبب چې په روپۍ فشار زيات ؤ او ډالر نرخ زيات شو ٬ وزيراعظم ووئېل حكومت ته تر ټولو زياته په لسو مياشتو كښې مسئله دا پیښه وه چې د دې معاملې څنګه مخ نيوي وكړې شي ٬ ده ووئېل تېر حكومت د 14 اربه ډالرو كمرشل قرضونه اخستې وو ٬ چې پرې سود ډېر زيات ؤ ٬ ده ووئېل كه مونږ دغه قرض نه ستنوو نو هېواد به دېواليه شي ٬ ده ووئېل د راتږ سره مونږ د دې مسئلې سره مخ شوې يو ٬ ده ووئېل تېر حكومت په مصنوعي طريقه ډالر لاندې ساتلې ؤ او په دغه عمل ئې په يو كال كښې 7 اربه ډالره خرڅ كړې ؤؤ ٬ ده ووئېل چې كله مونږ راغلو نو د 2 اوونو فارن اېكسچينج پاتې ؤ ٬ وزيراعظم ووئېل دا هغه حالات وو كوم چې مونږ ته د تېر حكومت نه راپاتې وو۔ وزيراعظم ووئيل د پاكستان په پخوانې ډول چلولو بيخي ګنجائش نشته٬ نوې پاكستان به جوړول وي٬ ټولې ادارې همكارۍ سره كار كوي٬ د اولس په طاقت اقتدار ته راغلې يم او د هېواد او قام په مفادو به سودا اونه كړم٬ده ووئېل چا له به اېن آر او نه وركوم٬ اېن آر اوز په ماضي كښې هېواد ته ډېر زيان رسولې۔ ده ووئيل په بې نومه جائيداونو به سخته كاروائي كولې شي او د قانون له مخې به دغه جائيدادونه ضبط كولې شي
متعلقہ مضامین
-
PHC Abbottabad bench judges visit Central Jail Haripur
-
Sustainable solutions to climate change need of hour: speakers
-
BE by MoltyFoam X PandaMart – enjoy swift delivery of mattress-in-a-box within less than 45 minutes!
-
PTI, PML-Q MPAs granted bail in PA brawl case
-
NA rejects bill on compulsory drug test for students
-
NA rejects bill on compulsory drug test for students
-
Court adjourns references against Zardari till June 20
-
Govt bans weddings after 10pm in Capital
-
PM again proposes ‘Charter of Economy’
-
Fight, shooting outside University of Narowal
-
Gusty winds to lower intense heatwave today
-
Construction work on long awaited Kalash Road resumes