اسلام آباد 18 جون (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي د پاك چين اړيكې په ټولو څانګو كښې لوړې كچې ته د رسولو عزم پخلي كولو سره د چين د پیپلز لبرېشن آرمی د ګراٶنډ فورس كمانډر جنرال هان ویګیو ته ”نشان امتیاز”( عسکری) وركړے۔ په دې لړ كښې د نهې په ورځ ايوان صدر كښې دستوره وشوه۔ د دې نه پس جنرال هان ویګیو اولس مشر سره ملاقات وكړو۔ په دې موقع اولس مشر ډاكټر عارف علوي جنرال هان ویګیو ته مباركي وركولو سره د دواړو هېوادونو ترمېنځه اړېكې په ټولو څانګو كښې لوړې كچې ته د رسولو لباره د عزم پخلي وكړو۔ ده ووئيل پاکستان او چین سدا بهار او ازمائيلې ملګري دي او پاكستان چين ”آئرن برادر” ګڼي۔ د پاکستان په خارجه پاليسۍ كښې د پاك چين دوستۍ اهميت رامخې ته كولو سره اولس مشر ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه دفاعي او اقتصادي روابط منطقه كښې امن او استحكام لپاره ضروري دي۔ ده د دواړو هېوادونو ترمېنځه د ترهګرۍ مخنيوي له په مرسته زياتولو زور رواړو۔ ډاكټر عارف علوي ووئيل د پاكستان او چین اړېكې په پراخه بنياد، د اوږدې مودې ، سدا بهاره سترتېژكې مرستې سره په شراكتدارۍ تړلې شوې ٬ اولس مشر ووئيل پاكستان د كشمير پشمول د خپلې قامي سلامتيا او د سالميت په چارو د چين ملاتړ ته په درنه سترګه ګوري۔ اولس مشر دا خبره هم رامخئ ته كړه چې د پاكستان حكومت د چين وګړو ته تحفظ لپاره د وفاقي او صوبائي حكومت پشمول د سول او عسكري امنيتي ادارو سره په ګډه ګڼ اړخيزه امنيتي انتظامات كړې۔ په دې موقع جنرال هان ویګیو په نشان امتیاز(عسکري) وركولو د اولس مشر مننه وكړه
متعلقہ مضامین
-
India devises another nefarious plan of mass genocide in IIOJK: Wani
-
Soldier embraces martyrdom in N Waziristan terror attack
-
SAFMA concerned over economic meltdown
-
SNGPL’s pilot project ‘Customer Services Kiosk’ inaugurated
-
Soldier embraces martyrdom in N Waziristan terror attack
-
North Waziristan confirms eighth wild polio case
-
Bilawal draws UN attention to malicious conviction of Yasin Malik
-
Nine reports of various standing committees laid in Senate
-
Islooites beware – feeding human food to wildlife species unhealthy
-
Ministers assure uplift of higher education sector despite challenges
-
Sanjrani hints at suspending membership of protesting lawmakers
-
Pakistan slams extrajudicial killing of 10 Kashmiri youth