اسلام آباد 03 جون (اے پي پي﴾ د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې د برټش ايئر لائن د پروازونو پېل كېدل د پرمختګ په پلو د قدم اخستلو د پاكستان عكاسي ده او دا په نوي پاكستان او د دې په حكومت د نړۍ د باور څرګندونه ده۔ د برتانيې د فضائي كمپنې برټس ايئر وېز لخوا اسلام آباد ته په وړومبي پرواز رارسېدو د ګل په ورځ په خپل يو ټويټ كښې هغې ووئيل چې پاكستان تحريك انصاف هغه چارې ترسره كړې كومې چې تېرو حكومتونو نه وې كړې۔ هغې ووئيل چې د برټش ايئر لائن د پروازونو پېل كېدل د پرمختګ په پلو د قدم اخستلو د پاكستان عكاسي ده۔ د وزيراعظم خاص مرستيالې ووئيل چې د پروازونو پېل كېدل د دې خبرې ثبوت دے چې نړۍ د وزيراعظم عمران خان د سوله ايزې بيانيې رښتيا تسليموي۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې د كپتان په مشرې كښې به د پاكستان د پرمختګ او سوكالې مقصد په هر صورت ترلاسه كوو۔
متعلقہ مضامین
-
Let’s turn Pakistan into country where public service is defined as politics: PM
-
Climate change casts adverse impacts on mangoes production this year: Sherry
-
PTI to again go for long march if election demand not met: Imran
-
Pakistan wants Chinese investment, not aid: PM
-
HEC to launch online mechanism to facilitate cashless payments
-
CDA develops another park at Sector I-16
-
Mathematics paper leaked in Nawabshah matric exam
-
Punjab CM for improved supply of subsidized four
-
Pakistan keen to emulate China’s development reforms in trade, IT, agriculture: PM
-
Rain expected in Islamabad, Punjab, KP,GB, Kashmir
-
Sirajuddin Aziz launches new book
-
Over 22.8m children out of school: minister