اسلام آباد 23 مئي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د اېمپلائز اولډ اېج بینیفټس انسټیټیوشن (ای او بی آئی) انتظامیې ته پنشنرز له د هر ډول ممكنه آسانۍ وركولو او سپين ګيرو ته د اسانيو لپاره بانكونو سره سره د ادائيګۍ د نورو اسانيو وركولو امر كړې۔ وزيراعظم دا امر د زيارت په ورځ د اي او بي آئي پحقله د بريفنګ مشرۍ په مهال كړې۔ په غونډه كښې سیّد ذوالفقار عباس بخاري، د اي او بي آئي چیئرمېن اظهر حمید او نورو چارواكو ګډون وكړو۔ وزیرِاعظم ته د ادارې په موجوده صورتحال ٬ د ادارې كاركردي لا ښه كولو او سپين ګيرو پنشنيانو ته د آسانيو وركولو په اړه د پورته كړو ګامونو په لړ كښې تفصيلي بريفنګ وركړې شو۔ وزیراعظم ته ووئيل شول د اي او بي آئي لخوا به هېواد كښې ډېر زر پنشن ډے كولې شي چې پكښې به خپلې ذمه وارۍ په باقاعدګۍ سره ترسره كوٶنكو مالكانو او د اېمپلائز ډاډګيرنه كولې شي۔ وزیراعظم ته د بريفنګ په مهال ووئيل شول په اداره كښې د خواري كښو او وركرانو رجسټرېشن باوري كولو لپاره نه يوازې د رجسټرېشن عمل آسانولې شي بلكې دا ټول عمل ډيجيټل كولې شي دغسې چې د كرپشن او نورو بدعنوانيو خاتمه وكړې شي ٬ د رجسټرډ اېمپلائز بانك ډېټا مرتب كوٶ او د دوي ګيلو اورېدو لپاره جديد مېنجمنټ نظام پېل كوٶ۔ وزیراعظم ووئيل د اي او بي آېي پحقله د وفاق او صوبو ترمېنځه ځينې معاملې هوارولو لپاره دې دا معاملې زر تر زره د شريكې ګټې كونسل ته وړاندې كړې شي دغسې چې دا په ښه ډول حل كولو سره د اېمپلائز خېرښګړې ته پاملرنه وكړې شي
متعلقہ مضامین
-
People cannot be left at mercy of ‘miscreants’
-
Imran tells US to sack Donald Lu
-
‘Brutal crackdown’: Imran Khan denounces raids on PTI leaders’ houses
-
Threat alert: Sindh govt to impose section 144 across province
-
Donald Blome appointed as US ambassador to Pakistan
-
Malik’s case a stigma on Indian judicial system: Mushaal
-
Donald Blome appointed as US ambassador to Pakistan
-
Best facilities ensured for intending Haj pilgrims this year: Durrani
-
Best facilities ensured for intending Haj pilgrims this year: Durrani
-
KP government to provide facilities to TMAs
-
90pc of Sherani’s forest fires contained: Farah
-
Saudi Arabia expands US$3b deposit to Pakistan