اسلام آباد 12 اپریل (اے پی پی) د پاکستان اټامك انرجی کمېشن چیئرمېن محمد نعیم وئيلي دي د نیوکلیئر امنيت په لړ كښې ورکشاپ کولو لپاره د پاکستان انتخاب په غرض د جوهري توان نړيوالې ادارې هڅې د ستائنې وړ دي۔ د خارجه دفتر وياند له مخې دا خبره ده د جمعې په ورځ’’ایوالوېشن آف فزیکل پروټیکشن سسټم‘‘ په اړه نړيوال تربیتی ورکشاپ اختتامی دستورې ته خطاب کښې وكړه۔ د ورکشاپ اهتمام پاکستان سنټر آف ایکسیلنس فار نیوکلیئر سیکورټی(پی سی ای این ایس)او آئی اے ای اے كړې ؤ۔ د پاکستان نیوکلیئر ریګولیټری اتھارټی(پی این آر اے) چیئر مین ظهیر ایوب بیګ په 8 اپریل د ورکشاپ پرانسته كړې وه۔ ورکشاپ كښې د بیلاروس، چین، مصر، انډونیزيا ، اردن، قزاخستان، ملائیشیاء، نائجیریا، رومانیه، سپین، ازبکستان او ویت نام پشمول د 18 هېوادونو نمائندګانو ګډون وكړو۔ پی سی ای این ایس او آئی اے ای اے څلورو پوهانو تربیه وركړې۔ د اړوندو هېوادونو سفارتخانو، خارجه چارو وزارت او سټریټجک پلان ډویژن چارواكو او اسلام آباد كښې د جوړ تھنك ټینکس نمائندګانو هم په ورکشاپ افتتاحی او اختتامی دستورو كښې ګډون كولو۔ اختتامی دستورې ته خطاب کښې د پاکستان اټامک انرجی کمېشن چیئرمېن او خاص ميلمه محمد نعیم ورکشاپ لپاره د پاکستان انتخاب د لارې نیوکلیئر سکیورټی په غرض د آئی اے ای اے هڅې وستائلې۔ګډون كوونكو د پی سی ای این ایس كښې په ښو تربيتي اسانيو وركولو او د کورس په نصاب د اطمینان څركندونه وكړه
متعلقہ مضامین
-
JKLF condemns Yasin Malik’s sham conviction in a false case
-
Minister shares Eid-e-Rizwan’s happiness with Baha’i community
-
List of de-seated MPAs
-
List of de-seated MPAs
-
Police conduct search operation around Imran Khan’s residence in Bani Gala
-
Rice exports increase 17.21% in 10 months, reached $2.051 billion
-
How To Get Funding For Startups In Pakistan?
-
PTI leader Shireen Mazari arrested from Islamabad
-
China firmly supports Pakistan in defending national sovereignty, achieving stability: Chinese Charge d’Affairs
-
China firmly supports Pakistan in defending national sovereignty, achieving stability: Chinese Charge d’Affairs
-
Routes for Green, Blue Line buses approved: CDA
-
SNGPL annual sports gala concludes