اسلام آباد ۔ 17 فروری (اے پی پی) د وزيراعظم عمران خان او سعودي ولي عهد محمد بن سلمان ترمينځھ يو په يو ملاقات تېره شپه وزيراعظم هاؤس كښې وشو۔ ملاقات څخه وروستو د وزيراعظم او ولي عهد په مشرۍ كښې د سپريم كوآرډينېشن كونسل د پرانستې غونډه وشوه۔ د اعلیٰ اختیاراتی سپریم کوآرډینیشن جوړولو تجويز د وزیراعظم عمران خان د كال 2018 اكتوبر مياشت كښی د سعودي عربستان دورې په مهال ولی عهد شهزادہ محمد بن سلمان وركړې وو۔ د کونسل مقصد د دوه اړخيزه مرستې په مهمو څانګو كښې د تندو پرېكړو او په دې د عملدرآمد څارنې له د اعلی كچې اداره جاتي نظام وضعه كول وو۔کوآردینېشن کونسل كښې به د دواړو هېوادونو خارجه وزيرانو سره سره د دفاع٬ دفاعي پېداوار٬ خزانې ٬ پټروليم ٬ آبي وسائلو ٬ د اطلاعات او كلتور ٬ د داخله ٬ تجارت و سرمايه كارۍ او د بشري وسائلو وزيران شامل وي۔ دا كونسل به په سياسي ٬سلامتيا٬ اقتصادي ٬ سماجي او د كلتور په دريو مهمو څانګو محيط وي۔ د پاك سعودي سپريم كوآرډينېشن كونسل له مخې په خاص څانګو كښې د مرستې فرېم ورك وضعه كولو او د اړوند وزيرانو سفارشاتو وړاندې كولو لپاره وزارتي او د لوړ پورو چارواكو په كچه وركنګ ګروپس جوړ كړې شوې دي۔ د دواړو هېوادنوو خارجه وزيران به د كونسل د چارو پحقله د رابطه كارۍ وظيفه ترسره كوي۔ د سپريم كونسل غونده به رياض او اسلام آباد كښې په لمبر لمبر په كلن بنياد كولې شي
متعلقہ مضامین
-
3 killed in Pindi Gheb accident
-
Police officers visit martyrs’ families, distribute Eid gifts
-
Pakistan urges UN not to forget atrocities in Kashmir, Palestine
-
Farah Imran’s ‘front person’ in Punjab
-
Imran a ‘fitna’, will be arrested: Sanaullah
-
PM, Abu Dhabi crown prince resolve for developing partnerships in diverse fields
-
Eid a day to sacrifice for deprived people: Alvi
-
MQM-P suggests five names for Sindh governor
-
MQM-P suggests five names for Sindh governor
-
Man stabs aunt to death after argument over fencing
-
Pakistan needs to follow China’s worker friendly policies
-
Shehbaz seeks foreign investment in country