اسلام آباد ۔17فروری(اے پی پی) د سعودي ولي عهد د پاكستان په دوه ورځنۍ دوره د اتوار په ماسخوتن نزدې په اته بجې د نور خان هوائي مېدان ته راورسېد٬ وزيراعظم عمران خان د ولي عهد تود هركلې وكړو٬د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه پشمول عسكري قيادت هم په دې موقع موجود ٶ٬د سعودي ولي عهد خاص الوتكې (كنګ ډم آف سعودي عريبيه) ماسخوتن په اووه بجے او 51 دقيقې د نور خان په ايئر بېس لېنډ وكړو۔ د نجي ټي وي راپور له مخې د سعودي عرب ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان د اتوار په ورځ په لس دقيقي كم اته بجې په نور خان ايئر بېس لېنډ كولو سره پاكستان ته رارسېدلې۔ ولي عهد ته وزيراعظم تود هركلې ووې۔ په دې موقع په روايتي لباس كښې ماشومانو شهزاده محمد بن سلمان ته د ګلونو ډالۍ وړاندې كړې۔ ولي عهد وزيراعظم عمران خان سره لاٶنج ته لاړو۔ د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان سره د سعودي د شاهی خاندان شخصيات٬ سينئر وزيران٬ سرمايه كار ٬ د سعودي كمپنو لوړ پوري او نور مهم شخصيات هم پاكستان ته راغلي۔ د دې نه پس شهزاده محمد بن سلمان وزیراعظم عمران خان سره وزیراعظم هاؤس ته روان شو۔ دې نه وړاندې كله چې د ولي عهد خاص الوتكه د پاكستان حدودو ته داخل شوه نو د پاكستان د هوائي ځواك جنګي الوتكو چې پكښې اېف 16 او معراج الوتكې شامل وې خپل حفاظتي حصار كښې اخستو سره د نور خان اېئر بېس ته راورسوله۔
متعلقہ مضامین
-
Courts ready to open at any time to uphold constitution: IHC
-
ECP gives Gilani clean chit in video scandal
-
NUML achieves 601-800 world universities in THE Impact ranking 2022
-
56,565 patients get treatment at OGDCL’s 19 free eye camps
-
Shazia Marri asks Imran Khan to refrain from invading ECP over foreign funding case
-
Revenue collection surges by 28.6pc to Rs4.858t in 10 months
-
Internet Always Talks Back
-
Petroleum products’ price kept unchanged
-
Internet Always Talks Back
-
Commissioner directs action against trade of illegal arms
-
Lab technician burnt in hospital explosion dies
-
Govt utilizing available resources to end load shedding: minister