اسلام آباد 13 فروري (اے پي پي) د سرمايه كارۍ بورډ چيئرمېن هارون شريف وئېلي دي د سعودي ولي عهد شهزاده بن سلمان دوره٬تاريخي او د لويې غېر ملكي سرمايه كارۍ زېرې دے ٬د دورې په نتيجه كښې د توان پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې تر 15 اربه ډالرو د سرمايه كارۍ امكان دے ۔اے پي پي سره په خبرو كښې ده ووئيل د دې دورې پھ مهال به د پاكستان او د سعودي حكومتونو ترمينځه څلور لوظ نامې لاس ليك كولې شي چې پكښې د ګوادر په ساحلي ښار كښې د تېلو ريفائنري جوړولو لپاره لس اربه ډالره٬په بلوچستان كښې د متبادل توان او د معدنياتو په اړه د پرمختګ پروژو لپاره د څلور اربه ډالرو لوظ نامې شاملې دي۔ده ووئيل په دې دوره كښې په مؤخره ادائيګۍ د تېلو درآمد په اړه د درې اربه ډالرو لوظ نامې توقع هم شته چې ورسره به په كرنټ اكاؤنټ فشار كم شي او د هېواد په معيشت كښې به مثبت پرمختګ اوشي۔ده ووئيل د سعودي ولي عهد سره به 40 كاروباري او سرمايه كاره ډلې د پاكستان دوره كوي۔ده ووئيل هېواد ته بهرنۍ سرمايه كاري راوړل او د مينځني ختيز پشمول نورو منطقو سره سيمه ايز تجارت ته وده وركول د وزيراعظم عمران خان په ترجيحاتو كښې شامل دي۔ده ووئيل د سعودي او پاكستان نجي څانګه به هم په ايګرو صنعت٬انفارمېشن ټېكنالوجي او نورو څانګو كښې د سرمايه كارۍ ودې لپاره راوړاندې كولې شي
متعلقہ مضامین
-
PM wants police to ‘treat common man like VIP’
-
PM wants police to ‘treat common man like VIP’
-
PM wants police to ‘treat common man like VIP’
-
Death toll from boiler explosion at factory in Karachi rises to ten
-
Kashmiris have foiled Indian propaganda about DDC polls: Afridi
-
Kashmiris have foiled Indian propaganda about DDC polls: Afridi
-
Pakistan, Afghanistan need to have integrated economies: Dr Moeed
-
LB polls in IIOJK attempt to validate Indian illegal actions: Masood Khan
-
Improved bilateral and economic Pak-Afghan relations to usher in prosperity across the borders: Asad Qaisar
-
Govt to resolve issues of business people
-
Sindh to raise gas crisis issue with centre: CM
-
Punjab decides to sell, lease land to raise funds for mega projects