اسلام آباد 01 فروري(اے پي پي)د پاك بحریې مشر اېډمرل ظفر محمود عباسي د ټولو امنيتي چېلنجونو مخنيوي لپاره د پاك بحريې په اپرېشنل تيارو د اطمينان څرګندونه كولو سره د دې عزم پخلې كړې چې بحيره هند كښې د رامخې ته شوي پېچلي صورتحال ٬ د حاضر وخت د امنيتي چېلنجونو باوجود به پاك بحريه په دې منطقه كښې د امن او استحكام ودې لپاره خپل كردار لوبوي۔ نېول چيف دا خبرې د پاك بحريې كمانډ اېنډ سټاف كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړې كوم چې د جمعې په ورځ په اورماړه كښې پائې ته رسېدلې۔ اېډمرل ظفر محمود عباسي د كنفرنس مشري وكړه۔ كنفرنس كښې د پاك بحريې په اپرېشنل تيارو٬ پرمختيائي منصوبو ٬ د امنيت موجوده صورتحال سره د چارواكو او ځوانانو د خېرښګړې او تربيې په منصوبو غور وكړې شو۔ په كنفرنس كښې نېول چيف ته د پاك بحريه د موجوده او د سباٶن پروژو٬ آپرېشنل هلو ځلو پشمول د ګوادر پورټ امنيت او سي پېك كښې د مېري ټائم په اړخونو تفصيلي بريفنګ وركړې شو۔ چیف آف دی نېول سټاف ووئيل د ګڼو هېوادونو بحري امن مشق منطقه او د ګردې نړۍ به پاكستان د باور عكاسي ده ۔ ده ټولو فېلډ كمانډرانو ته امر وكړو چې د ګڼو هېوادونو امن مشق 2019 كاميابۍ لپاره خپل كردار ولوبوي۔ كمانډ اېنډ سټاف كنفرنس د پاك بحريې پرېكړو لپاره مهم پلېټ فارم دے چرته چې ټول چيفس آف سټاف٬ پرنسپل سټاف افيسر او فېلډ كمانډر د پاك بحريې د پاليسو او منصوبو جاج اخستو سره د سباٶن منصوبه بندي كوي
متعلقہ مضامین
-
Balochistan Govt to organize national level sports competitions in Quetta
-
Punjab police arrest father who shot newborn daughter 5 times
-
Development of backward areas among govt’s foremost priorities: PM
-
BARD Foundation to establish research chairs at LUMS
-
Honda arranges free medical camps
-
Pro-women initiatives to open up avenues for massive economic development: President
-
President Dr Arif Alvi inaugurates National Horse and Cattle Show
-
Umer Ayub distributes stipends among imams, priests
-
IHC adjourns hearing on ICA of Monal Group
-
Seven injured in Usta Muhammad blast
-
IHC clubs identical pleas in Naval Farms case
-
NIH BoG discusses reforms