اسلام آباد 16 جنوري (اے پي پي) د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي د اتلسم بدلون نه پس زرعي څانګه صوبو ته سپارلې شوې٬اوس انساني اخلاقي او په سياسي توګه دا زمونږ ذمه واري ده چې حكومت په دې لړ كښې لاره راوباسي او په ګډه د مسئلې حل غواړي۔د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د اعتراض په نكته محسن شاهنواز رانجها ووئيل د اتلسم بدلون ترمخه د كركيلې څانګه صوبو ته سپارلې شوي خو هارټيكلچر د وفاق لاندې راځي۔ده ووئيل د كينو٬آلو او نور برآمدي فصلونو په اړه كارټلائزېشن كېږي٬د كومې چې عامو كروندګرو ته ګټه نه رسي٬كركيله د معيشت د ملا د تير حېثيت لري٬كله چې ډالر په 121 روپۍ ؤ نو يو من كينو په 800 روپۍ ؤ ٬اوس ډالر 140 ته رسېدلې خو د كينو بيعه هم هغه ده۔نواب يوسف تالپور ووئيل وفاقي حكومت دې د پاسكو د لارې د آلو فصل د كروندګرو څخه په مناسبه بيعه واخلي٬د اتلسم بدلون د لارې زرعي څانګه صوبو ته سپارلې شوې۔ ده ووئېل د فوډ سېكورټي په نامه وفاق د كركيلې څانګه بيا پخپل تصرف كښې اخستل غواړي۔د دې په ځواب خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل د نن په ګلوبل وېلج كښې په نړيواله كچه په بيعو اثرات په ځايې كچه هم مرتب كېږي٬كه پھ هند كښې بيعه كمېږي يا رسد او طلب څخه زيات وي نو د ميوو او سبزيانو بيعې كمېږي٬په داسې صورتحال كښې به كروندګر هم خفه وي۔ده ووئيل تېرو حكومتونو چې د آئي اېم اېف سره كومې لوظ نامې كړي په هغې كښې پھ زرعي مداخل ټېكس شامل كړی شوې او په زرعي مداخل هم جي اېس ټي لګولې شوې وه۔دې لپاره دې د پوائنټ سكورنګ څخه ډډه وكړې شي۔ده ووئيل يو پلو د اتلسم بدلون خبره كېږي نو مونږ هم د دې احترام كوو خو په دې كښې ذمه وار دې په ګوته كړې شي او زراعت اوس يوه صوبائي معامله ده خو اوس انساني اخلاقي او په سياسي توګه دا زمونږ ذمه واري ده چې حكومت لاره راوباسي او
متعلقہ مضامین
-
IRSA releases 84729 cusecs water
-
IRSA releases 84729 cusecs water
-
30,822 teams to vaccinate 6.362mln children in KP: Official
-
IRSA releases 84729 cusecs water
-
Bad governance, high corruption, hallmark of PPP govt: FM Qureshi
-
Govt taking special initiatives for physical & mental health of the children
-
Col. Fateh Sher Khan Memorial T20 Cricket Cup from Wednesday
-
Punjab govt taking concrete steps on family planning: Dr Yasmin
-
100,000 Digital Franchise Post Offices to be established: Murad
-
President for enhanced Pak-UK collaboration on higher education standards, research
-
Man kills wife in Mingora
-
Nathan Lyon focused onto whitewash Test series