اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فېصل وئيلي دي چې پاكستان به د خپلواكې حق ترلاسه كولو لپاره د كشميري اولس هر ډول سياسي٬ سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتي٬ د كشميري اولس د خپلواكې حق په لړ كښې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل 70 كاله شوي خو د جمو او كشمير شخړه لا هم حل طلب ده۔ د سماجي رابطې په وېب پاڼه ټويټر په خپل پېغام كښې د خارجه دفتر وياند ووئيل چې نن د كشميري اولس د خپلواكې حق په اړه د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قرارداد 70 كاله پوره شوي دي۔ ده ووئيل چې په مقبوضه كشمير كښې د هندي ظلم له امله د وينې توئېدو لړې لا هم روانه ده۔ د جمو او كشمير مسئله لا هم حل طلب ده او تر اوسه د دې مسئلې نه حل كېدل د نړۍ ناكامي ده۔ ده ووئيل چې پاكستان به د خپلواكې حق ترلاسه كولو لپاره د كشميري اولس هر ډول سياسي٬ سفارتي او اخلاقي ملاتر روان ساتي۔ ده پھ مقبوضه كشمير كښې د امنيتي ادارو د لاسه د بشري حقونو د سختو سرغړونو پلټونو لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كميسون د خاص كميسون جوړولو يو ځل بيا غوښتنه وكړه۔
متعلقہ مضامین
-
PM lauds Afridi’s role in raising awareness on Kashmir issue
-
Excise police seize 10 kg heroin
-
Pakistan allows India to transport wheat for Afghanistan via Attari-Wagah border
-
Govt focusing industrialisation to create jobs, enhance exports: PM
-
Most parts of Balochistan facing drought: Sanjrani
-
Pak-Saudi ties based on religious, cultural values, says Buzdar
-
Pak-Saudi ties based on religious, cultural values, says Buzdar
-
No-trust threat: PM advised to ‘engage’ with Jehangir Tareen
-
Senator Islamuddin & his Sons expresses grief over demise of Rehman Malik
-
Mega hydropower projects to create 35,000 jobs in Pakistan
-
GCU Syndicate members ask governor to convene meeting
-
Tour de Khyber National Cycle Race concludes