اسلام آباد 25دسمبر (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې د پاكستان حکومت د عقیدې ، نسل یا د سيمې امتیاز نه غېر د ټولو وګړو د مساوي حقونو او د آزادۍ د اصولو احترام كوي٬ مسیحي ورورولي زمونږ د ګڼ اړخيزه كلتوري ټولنې لازمي برخه ده٬ مونږ په ګډه خپل او خپلو ماشومانو لپاره قوي او سوكاله پاكستان جوړوٶ۔ د مسیحي ورورولۍ مذهبي تهوار كرسمس په موقع خپل پېغام كښې اولس مشر ووئيل مونږ د يوې داسې ټولنې جوړولو عزم لرو چرته چې د اختلافاتو احترام كېږي ٬ برداشت او قامي همغږي وي٬ مونږ يو داسې رياست جوړول غواړو چرته چې ټولو وګړو ته يو برابر حقونه او موقعې ترلاسه وي۔ ده ووئيل د حکومت د بنیادي اصول عزم اسلامي تعليمات٬ د قائداعظم محمد علی جناح وژن او د پاكستان د آئین په یقین دهانو آډانه دے۔ اولس مشر خپل پېغام كښې د كرسمس خوشحالو په موقع د ګردې نړۍ او په خاص توګه د پاکستان مسیحي ورورولۍ له مباركي وركولو سره ووئيل چې وركړه٬ يو بل سره ملاقات كول او ټول انسانيت سره مينه د كرسمس اصل روح دے ۔ ده ووئيل حضرت عیسیٰ علیه السلام ټول انسانيت لپاره د امن ٬ ورورولۍ او مينې پېغام وركړے۔ اولس مشر د هېواد د اقتصادي او سماجي پرمختګ لپاره د مسيحي ورورولۍ د مخلصانه هلو ځلو ستائنه وكړه او د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د دوي قربانيو ته ئې پېرزوينې وړاندې كړې۔ اولس مشر ووئيل مونږ په خپله مسيحي ټولنه وياړ لرو ٬ مسیحي ورورولي زمونږ د ګڼ اړخيزه كلتوري ټولنې لازمي برخه ده٬ مونږ په ګډه خپل او خپلو ماشومانو لپاره قوي او سوكاله پاكستان جوړوٶ۔
متعلقہ مضامین
-
Non-performing SHOs to be removed: Memon
-
Pakistan asks India to punish Samjhauta blast characters
-
Of Foreign Office manoeuvres
-
CCPO expresses satisfaction over decrease in crime rate
-
Of Foreign Office manoeuvres
-
IU vs LQ: Rashid Khan all set to play match last match today
-
IHC orders probe into alleged torture on Mohsin Baig
-
COAS discusses regional security during visit to Belgium
-
PFA disposes of 630 liters adulterated milk
-
Nationwide COVID-19 positivity ratio drops down to 4.15 pc after over a month
-
PFA disposes of 630 liters adulterated milk
-
Pak-China step up cooperation on cotton research under climate change