اسلام آباد 12 دسمبر (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علی امین خان ګنډا پور سره سره په نړيواله كچه د خپلواكۍ حق لپاره كار كوٶنكي كشميري پلاوي د شورو په ورځ ليدلي دي ۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل د پاكستان حکومت د كشمير كشالې هواري له په فعاله سفارتكارۍ عمل كوي۔ ده ووئيل عمران خان حكومت ترلاسه كولو سره هند سره ټولې مسئلې هوارولو لپاره د مذاكراتو بلنه وركړې٬ ده واضح كړه چې كه هند يو قدم راخلي نو پاكستان به دوه وروړاندې كېږي۔ ده په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د خلاف ورزۍ غندنه كولو سره ووئيل هند هره ورځ په منظمه توګه د كشميريانو نسل كشي كوي بايد نړيواله ورورولې د دې په سمدستي توګه نوټس واخلي۔ ده ووئيل پاكستان د امن په خاطر او د خېرسګالۍ جذبې له مخئ د كرتار پوره راهداري پرانستلو پرېكړه كړې او د كومې چې په نړيواله كچه ستائنه كېږي ۔ ۔ په دې موقع وفاقي وزير د كشمير كشاله رامخې ته كولو لپاره د پلاوي د خدماتو ستائنه وكړه۔ په پلاوي كښې كشمير امريكن کونسل واشنګټن صدر ډاکټر امتیاز خان، د ورلډ كشمير اوئيرنس فورم واشنګټن بورډ آف ډائرېكټر غړي ډاکټر عبدالروف میر، قطر پوهنتون كښې د نړيوالو اړيكو پروفېسر ډاكټر فرحان مجاهد چك، واشنګټن كښې د کشمیر کمېټۍ غړي ډاکټر ذوالفقار روشن خان، د ورلډ کشمیر فریډم موومنټ لندن سینئر وائس صدر نذیر احمد قرېشي، د کشمیر امریکن کونسل غړې ډاکټر یوسف، د کشمیر تھنک ټېنك ګروپ غړې ډاکټر ولید رسول شېخ سره سره د تحريك انصاف آزاد كشمير دوهم عمومي سېكتر راجه منصور خان شامل
متعلقہ مضامین
-
Four accused indicted in blasphemy cases
-
Hurriyat leader urges World to take effective cognizance of Indian brutalities in IIOJK
-
Presidential system a symbol of dictatorship and war: Fazl
-
Hurriyat leader urges World to take effective cognizance of Indian brutalities in IIOJK
-
Cold, partly cloudy weather likely in most parts of KP: Met office
-
HBL PSL 7: schedule for today, Feb 16
-
Rapist convicted
-
Beijing Winter Olympic Games promote non-politicizing of sports
-
HBL PSL 7: Behroze Sabzwari finds differences among Karachi Kings squad
-
Two children die in Larkana wall collapse
-
Senate body discusses PSQCA Headquarters transfer to Islamabad
-
Senate body discusses PSQCA Headquarters transfer to Islamabad