اسلام آباد04 دسمبر(اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د جعلي خبرونو٬تشدد او د كركې وړ موادو په خپرولو كښې د سوشل مېډيا د غلط استعمال مخ نيوي لپاره د مضبوط نظام په وضعه كولو زور راوړې۔ده دا خبره د فېس بك سنګاپور د پبلك پالېسۍ نائب صدر سائمن مېلنر سره د خبرو په مهال وكړه كوم چې د نهې په ورځ ده سره د وزيراعظم په دفتر كښې ملاقات وكړو۔په دې موقع د وزيراعظم خاص مرستيالان سيد ذوالفقار عباس بخاري٬افتخار دراني او نور اعلٰی چارواكي هم موجود وو۔وزيراعظم ووئيل چې د فېس بك د صارفينو شمېره ډېره زياته ده او دا اداره زمونږ ټولنې او سماجي اقدار خطر سره د مخ كونكو هڅو پھ مخ نيوي كښې ځانګړې كردار ترسره كولې شي۔سائمن مېلنر وزيراعظم د آن لائن كميونټيز تشكيل تر لرې كمېټۍ د رسنې٬ د روغتيا خذماتو په وركړه كښې آسانيو٬د ډيزاسټر منيجمنټ په اړه د كميونټۍ هڅې په كار راوستلو او د سوشل مېډيا د غلط استعمال په اړه د فېس بك لخوا د شويو بېلا بېلو اقداماتو نه خبر كړو۔وزيراعظم په ټوله نړۍ كښې د كميونټيز او د اولس ترمينځه د سماجي رابطې ودې په اړه د آن لائن كميونټيز تشكيل لپاره د فېس بك نړيوالې هڅې وستائېلې۔ده د مهمو چارو په اړه په اولس كښې د شعور بېدارولو په اړه د فېس بك او د سوشل مېډيا د كردار ستائنه هم وكړه
متعلقہ مضامین
-
FM Qureshi concerned over ministers’ performance evaluation criteria
-
By-Polls in 13 districts of KP to start tomorrow
-
Minus 12 temperature recorded in Kalam: Met Office
-
By-Polls in 13 districts of KP to start tomorrow
-
By-Polls in 13 districts of KP to start tomorrow
-
“Everyone beautiful like snowflake”: Pakistani performer of Beijing Winter Olympics’ opening ceremony
-
Four LPG refilling shops sealed in Lahore
-
“Everyone beautiful like snowflake”: Pakistani performer of Beijing Winter Olympics’ opening ceremony
-
Unseeded Ivan clinch World Jr Tennis C’ships title
-
Youth must play their role in exposing Indian atrocities: Mashaal Malik
-
Unseeded Ivan clinch World Jr Tennis C’ships title
-
Provision of healthy recreational activities to youth among priorities of government: Speaker