اسلام آباد 29 نومبر (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې يو سركاري ملازم دې له نوكرۍ څخه اخوا نه كړې شي ٬د شوګر ملز مسئلو حل كولو عمل په مهال دې د ګني كروندګرو ګټه باوري كړې شي۔ده د زيارت په ورځ د وفاقي كابينې غونډې مشري كوله۔وفاقي كابينې پريكړه وكړه چې د پاكستان تحريك انصاف منشور ترمخه ټېكس پالېسي به د ريونيو اېډمنسټرېشن څخه بېلولې شي او په دې لړ كښې قانوني او تكنيكي چارو ترسره كولو له كمېټي جوړه كړې شوه۔كابينې په مالياتي خساره قابو موندلو او د خرڅونو او محصولاتو د بجټ تخمينو ترمخه ساتلو له د سخت مالياتي ډسپلڼټ په ځاې ساتلو لپاره د خپل عزم څرګندونه وكړه۔غونډې د پاكستان براډ كاسټنګ كارپورېشن مالياتي ستونزو او په خاص توګه ملازمانو ته د تنخا او پنشونونو ترلاسه كولو په لار كښې د پیښو مسئلو جاج اخستلو سره ادارې ته رېليف وركولو له د 400 ملينه روپو ټېكنيكل سپليمنټري ګرانټ وركولو پريكړه وكړه۔ دغسېوفاقي كابينې د شهيد ذوالفقارعلي بهټو مېډيكل پوهنتون اسلام آباد وائس چانسلر غوره كېدو لپاره د سرچ كمېټۍ بيا تشكيل كولو منظوري وركړه۔د دې كمېټۍ مشري به د بشري حقونو وزارت وفاقي وزيره شيريں مزاري كوي٬كابينې د عائله ماجد٬غياث الدين احمد او حامد علي خان د ډائرېكټر سنټرل پاور چيزنګ ايجنسي په حېث د غوره كېدو منظوري هم وركړه۔غونډه كښې د فارماسست ډرګ ټېسټنګ كوئټه لپاره فېصل احمد د ډرګ كورټ بلوچستان كوئټې د ټېكنيكل ممبر ايكټ په حېث د غوره كولو منظوري وركړه۔دې سره سره وفاقي كابينې د مالي كال 19-2018 په مهال په پاك افغان پوله د خار دار تار او لائټونو لګولو منصوبې لپاره د 20 اربه روپو جاري كولو منظوري هم وركړه۔په دې مهال وفاقي كابينې د اقتصادي رابطه كمېټۍ د 22م نمبر د غونډې پريكړو توثيق وكړو۔د اي سي سي د كومو پريكړو چې توثيق شوې په هغې كښې د پاكستان سټل ملز٬د حق رسېدليو ملازمانو وراثانو له د پرويډنټ فند٬د يخنۍ موسم په مهال د قدرتي ګاز لوډ منيجمنټ او د سركاري څانګې اضافي غنم پولټري اېسوسي اېشن آف پاكستان ته جاري كول شامل دي
متعلقہ مضامین
-
SC takes up plea against delay in KP LG polls today
-
One killed in Dera Murad Jamali grenade blast
-
PTI asks ECP to activate scrutiny committee at the earliest: Farrukh
-
KP Government promoting unexplored archaeological sites
-
Opposition parties make new bid to unite against govt to save corruption: Farrukh
-
Hassan Ali fighting with teammates: video viral
-
World must notice India’s ghettoisation of Muslims: FM
-
World must notice India’s ghettoisation of Muslims: FM
-
Probe underway to determine how nail impales through woman’s head: Barrister Saif
-
Fawad visits PTV Peshawar, assures employees of their problems’ resolution
-
Insaf Sehat Card commendable achievement of PTI govt: Gill
-
Insaf Sehat Card commendable achievement of PTI govt: Gill