اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر سره د چین سفیر یاؤ چن د ګل په ورځ د پارلمان په ودانۍ كښې ليدلې دي ۔ په دې موقع د دوه اړخيزه اړيكو پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د چين سفير سره په خبرو كښې سپيكر اسد قېصر ووئيل د دواړو هېوادونو ملګرتيا لازواله ده او دواړه هېوادونه په سيمه ايزو او نړيوالو فورمونو د يو بل د دريځ ملاتړ كوي۔ ده ووئيل د دواړه ګاٶنډيانو هېوادونو د ملګرتيا په شريك باور او د احترام په قوي بنيادونو اډاڼه ده٬ چين سره د ملګرتيا اړيكې نوې بام ته رسولو ته به پام لرنه كولې شي ۔ ده ووئيل د سي پېك منصوبه نه يوازې د دواړو هېوادونو بلكې د ټولې منطقې د پرمختګ او سوكالۍ منصوبه ده او پي ټي آئي به په منصوبه عمل درآمد باوري كولو لپاره ټول ممكنه ګامونه پورته كوي۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د پارلماني غړو او د اولسي رابطو ته وده وركولو سره دا اړيكې لا مستحكمېدې شي۔ اسد قېصر ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنئځه پهتجارت كښې رامخې ته شوې ټول خنډان لرې كولو لپاره به قانون سازي كولې شي۔ په دې موقع د چين سفير سفیر یاؤچن سپیکر ته د چين اولس مشړ ٬ وزیر اعظم او د نېشنل پیپلزکانګرېس د چیئرمېن لخوا په سپيكر منتخب كېدو مباركي وركولو سره د نېكو هيلو پېغام ورسولو۔ د چين سفير خپلو خبرو كښې ووئيل چین پاکستان سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي او اوسنۍ اړيكې لا پراخا كول غواړي۔ هغه ووئيل د دواړو هېوادونو مشران خپلې اړيكې نوي بام ته رسولو او د سي پېك منصوبه زر تر
متعلقہ مضامین
-
Punjab records 6 deaths due to dengue fever, 456 new cases
-
SC seeks record of PhD program cancellation
-
‘Black sheep’ have no place in police: IGP
-
KP minorities’ housing quota enhanced
-
Allotment of National Park land illegal: IHC
-
Education system in Sindh paralyzed: Haleem
-
World Science Day for Peace to focus on climate change issues
-
NCOC all praise for stakeholders in tackling corona
-
Yasmin inaugurates corona vaccination centre
-
Somalian envoy commends PAF’s professionalism
-
Indian mindset greatest hurdle to peace in region: Imran
-
ADB to give $600m for Pakistan’s social protection programme