پېښور 15 اګست (اے پي پي) د پاکستان تحریك انصاف د صوبائي اسمبلۍ غړو شاہ فرمان، شهرام خان ترکئۍ او عاطف خان وئيلي دي عهدې هېڅ منعې نه لري اصل څيز د اولس خدمت دے٬ د ګوند مشر مو چې كوم ځائ اېډجسټ كړي مونږ به اعتراض نه لرو او د تېر وخت په نسبت به د اولس زيات خدمت كولو سره د ھغوي باوري له هڅې كوٶ۔د شورو په ورځ د پارلمان نه بهر ميډيا سره په خبرو كښې دوي ووئيل اولس سره كړې لوظونه به په هر صورت ترسره كوٶ٬ د ګورنر هاٶس خرڅونه او وي آئي پي كلتور به ختموٶ٬ نوي پاكستان كښې به ټول اولس ته يو برابر حقونه وركولې شي٬ دوي ووئېل په شتمند پاكستان كښې كه اولس د غربت د كرښې نه لاندې ژوند كوي نو دا زمونږ غلطي ده ۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل شول د ګورنر جوړېدو په صورت به ګورنر هاٶس نه كاورو ٬ د ګورنر هاٶس خرڅونه او وي آئي پي كلتور به ختموٶ او د قبائيلو محرومۍ ختمولو سره به قبائيلي ضلعې د پرمختګ په لور روانوو۔ شهرام ترکئۍ ووئيل مونږ د اسمبلۍ رواياتو له مخې غوښتل چې د سپيكر او دوهم سپيكر بې مقابلې انتخاب وشي خو مخالفه ډله په دې سلا نه شوه ۔ كه صوبه كښې هره ذمه واري راكړې شوه قبولوم به ئې او د اولسي مېنډيټ له مخې به څلور چنده زياته خواري كوم۔۔ عاطف خان ووئيل نوې ټاكلې سپيكر او دوهم سپيكر د نرمې لهجې خاوندان دي هيله لرو چې ټولو سره په ګډه به مخ په وړاندې ځي۔ ده ووئيل زما په نزد عهده ضروري نه ده٬ زه سياست ته عمران خان راوستې يم كومه پرېكړه چې ھغه وكړي قبوله به وي هېواد او د صوبې پرمختګ لپاره به په زړه پور كردار ترسره كوم
متعلقہ مضامین
-
Top military officials to brief lawmakers on national security today
-
Opposition parties are on same page, says Khursheed
-
NCOC records 9 coronavirus deaths, 449 new cases in a day
-
Kartarpur Corridor completes two years
-
National Assembly passes journalist protection bill
-
Retail price of sugar decreases in Karachi
-
Two arrested after girl’s body found dumped in Metro station washroom
-
Govt taking various steps to further strengthen DRAP: Dr. Faisal
-
Pakistan, Korea possess great potential in tourism, agriculture and trade sectors: Korean Ambassador
-
Three ordinances, 13 bills laid in National Assembly
-
Resolution of Kashmir dispute a prerequisite for peace: PM
-
Bilawal terms TTP talks ‘illegitimate’