اسلام آباد 12 جون (اے پي پي) لنډمهاله وزیراعظم جسټس (ر) ناصر الملك د اوبو وزارت ته د اوبو پحقله د مسئلو هواري لپاره د كوټلې منصوبو وضع كولو امر كولو سره وئيلي دي چې آبي وسيلو د انتظام مستعد نظام جوړولو ته اړتيا ده ۔ ده دا خبرې د نهې په ورځ د نهې په ورځ د آبي وسائلو پحقله د بريفنګ مشري كولو په مهال كړې۔ د بريفنګ په مهال د آبي وسائلو وزير بېرسټر علي ظفر، د وزیراعظم سېكتر سهېل عامر، د ابي وسائلو سېكتر ٬ د فېډرل فلډ كمېسو چيئرمېن او نور لوړ پوري چارواكي هم موجود وو۔ د آبي وسائلو سېكتر د اوبه شتوالي ٬ د دې د كارولو او د زمكې دننه د اوبو وسائلو په موثره انتظام اثر انداز كېدونكو بېلا بېلو مسئلو پحقله بريفنګ وركړو۔ ده وزيراعظم د كليدي پاليسۍ د مقاصدو او د تزويراتي ترجيحاتو نه خبر كړو كوم چې په قامي آبي وسائل 2018 كښې شامل كړې شوې دي۔ غونډې ته ووئيل شول چې هېواد كښې د اوبو كچه د تودوهې زياتوالي او په غرونو د واورو ويلې كېدو سره ښه كېږي۔ وزیراعظم د وړومبۍ قامي آبي پاليسۍ جوړولو او بيا لپاره د تزويراتي ترجيحاتو د تعين ستائنه كولو سره د دې خبر په ضرورت ټېنګار وكړو چې د آبي وسېيله انتظام مستعد نظام جوړول پكار دې۔ ده ووئيل تندۍ سره د زياتېدونكې آبادۍ لپاره اوبو شتوالې باوري كولو لپاره جديد ټېكنالوجي او د اوبو تحفظ له مستعد تګلارې پكار رواستل ضروري دي۔ ده اوبو وزارت ته د اوبو پحقله د مسئلو هواري لپاره د كوټلې منصوبو وضع كولو امر وكړو
متعلقہ مضامین
-
President seeks Ulema’s role to relay Islam’s message of peace
-
NSC decides not to abandon talks with TLP
-
Lawmakers’ role in disaster risk reduction highlighted
-
Paragon City scam: court asks NAB prosecutor to extend arguments
-
Lawmakers’ role in disaster risk reduction highlighted
-
Parvez Elahi urges government to adopt dialogue policy to tackle issues
-
PM Imran Khan turns down proposal to increase petrol price
-
55 Years of Excellence
-
Govt to ensure writ of state at all costs
-
Govt to ensure writ of state at all costs
-
Taliban send envoy to run embassy in Islamabad
-
Islamabad records 110 new dengue cases, 1 death