اسلام آباد ۔ 19 مئی (اے پی پی) خارجه سېكترې تهمينه جنجوعه وئيلي دي مقبوشه بېت المقدس كښې د امريكائي سفارتخانې پرانسته د نړيوال قانون او په خاص توګه د القدس الشريف حېثيت په اړه د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل او عمومي اسمبلۍ د قراردادونو خلاف ورزي ده۔ دې ووئيل مونږ مسلمانانو له به يو موټې كېدل وي او په دې نازك صورت حال كښې به زمونږ د ګډې غږ اورېدلې شي۔ خارجه سېكترې ووئيل د فلسطين او جموں وكشمير دواړو سيمو صورتحال د مهذبې نړۍ نړيوال ضمير ته غږ كوي۔ استنبول كښې د او آئي سي د مشرانو غونډې څخه وړاندې د خارجه وزيرانو كونسل غونډې ته خطاب كښې خارجه سېكترې د اسرائيلي ځواكونو دلاسه په غزه كښې د بې ګناه فلسطيني وګړو په شهادت اولس مشر محمود عباس او فلسطيني اولس سره د زړه د كومي څخه غمرازي وكړه۔ دې ووئيل سوليز احتجاج بنيادي انساني حق دے۔ فلسطيني وګړي القدس كښې د امريكائي سفارت په ضد احتجاج كوي كوم چې د ټولې نړۍ مسلمانانو لپاره يو مقدس ځائې دے۔ دې ووئيل مونږ مسلمانانو له به يو موټې كېدل وي او په دې نازك صورتحال كښې به زمونږ د ګډې غږ اورېدلې شي۔ ددې مقصد لپاره به ټولې اسلامي نړۍ له يو كېدل وي
متعلقہ مضامین
-
Kashmiri journalists facing intimidation in IIOJK
-
Internet services to remain suspended in selective areas of Lahore
-
Internet services to remain suspended in selective areas of Lahore
-
PM Imran Khan departs for three-day Saudi visit
-
Pakistan rejects reports of agreement with US on use of its Airspace
-
Blind murder cases solved, three held: CPO
-
Polio eradication amongst top priorities of govt: KP CM
-
Nine militants killed in Mastung: CTD
-
Polio eradication amongst top priorities of govt: KP CM
-
Rescue 1122 organises series of training workshops
-
No deal with US on use of airspace: Pakistan
-
Education is the passport to the future: Yousaf Raza Gilani