اسلام آباد ۔ 19 مئی (اے پی پی) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري محمد برجېس طاهر وئيلي دي په مقبوضه كشمير كښې په تش لاسې كشميري اولس د هندي ځواك زور ظلم او زياتې روان دے بلخوا نرېندر مودي د مقبوضه كشمير دوره كولو سره د نړۍ په غړېدلو سترګو د لاس اېښودلو هڅه كوي۔ وفاقي وزير په مقبوضه كشمير كښې د روانې هندي رياستي ترهګرۍ په سختو ټكو كښې غندنه كوله۔ ده ووئيل د نرېندر مودي لاسونه د كشمير او ګجرات مسلمانانو په وينو رنګ دي او هم دا سبب دے چې مقبوضه كشمير او په ټوله نړۍ كښې كشميريان دده په ضد احتجاج كوي۔ ده ووئيل يو اړخه ته هند مقبوضه كشمير كښې د رمضان مباركه مياشت كښې د ډز بندۍ خبره كوي او بلخوا په تېرو دوه ورځو كښې يو شمېر كشميري زلمي بې ګناه شهيد كړې شول۔ وفاقي وزير ووئيل د كشمير مسئلې حل يوازې د ملكرو ملتونو د قراردادونو عملي كولو او د خبرو اترو د لارې ممكن دے۔ چوهدري محمد برجیس طاهر ووئيل هند بايد د كشمير په اړه خپله انتها خوښې رويې ترك كړي او دا حقيقت ځان ته وړاندې كولو سره ومني چې کشمیري اولس په هېڅ صورت د هند ناجائزه تسلط نه مني او د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له به د خپلې وينې آخري قطره هم وركړي۔ وفاقی وزیر ووئيل د كشمير او فلسطين په شمول په ټوله نړۍ كښې مسلمانان ستونزو سره مخ دي او دوئي د ظلم نښه جوړولې شي۔ ده ووئيل د مسلمانانو د ستونزو يوازنې حل دا دے چې ټول مسلمانان د يوالي څرګندونه كولو سره د كشميري او فلسطيني اولس لپاره په ټوله نړۍ كښې غږ پورته كړي او دوئي ته ددوئي حقونو وركولو هڅو كښې د يو ځانګړي عزم څرګندونه وكړي
متعلقہ مضامین
-
Pakistan, Morocco joint military exercise concludes
-
AJK PM warns of humanitarian tragedy in IOJK
-
Nine militants killed in Mastung: CTD
-
AJK celebrates 74th anniversary of emergence of State govt
-
Awareness rally held to mark ‘World Polio Day’
-
Pakistan to observe Oct 27 as ‘black day’
-
Pakistani products to be promoted at CIIE in Nov
-
TLP has agreed to call off long march on Islamabad: Sh Rashid
-
SC orders clearing of amenity plots in Clifton hospitals’ case
-
IHC reserves verdict on appeal in NBP president appointments case
-
Punjab records 515 dengue cases and 2 deaths in 24 hours
-
Farrukh urges opposition to avoid politics in TLP’s matter