اسلام آباد 13 مئي (اے پي پي) د خبر رسنو ادارو په نړيوال كنفرنس ﴿آئي سي اېن اے﴾ كښې ګډون كولو لپاره راغليو غېر ملكي استازو تېره ورځ د سياحتي ځايونو دامن كوه٬ پاكستان مانوومنټ او د لوك ورثه د ميوزيم دوره وكړه او د اسلام آباد د ښكلا ئې ستائنه وكړه۔ د اے پي پي تر سيوري لاندې د خبر رسنو ادارو په نړيوال كنفرنس ﴿آئي سي اېن اے﴾ كښې ګډون كولو لپاره راغليو غېر ملكي استازو د رارسېدو نه پس د وفاقي پايه تخت اسلام آباد د بېلا بېلو ځايونو سېل وكړو۔ په دوي كښې د آذربائيجان د سټېټ نيوز اېجنسې چيف كورسپونډنټ مېلي كووا كېزي ګونل٬ د آذربائيجان د استقلال ډاټ اے زېډ د ډيپارټمنټ اف انفارمېشن مشره ممادوا لاچن٬ د بلغاريه د نيوز اېجنسې ډائرېكټر وېډيو نيوز بريانكا دمتروا۔ د چائنه ډېلي ډاټ كام ډاټ سي اېن ډپټي اېډيټر انچيف لي جن٬ د چائنه ډېلي ډاټ كام ډاټ سي اېن ډپټي ډائرېكټر اف سټرټيجك كواپرېشن ډيپارټنمټ ليو يوشا٬ د مصر د مډل ايسټ نيوز اېجنسي اېډيټنګ منېجر ردا سيد احمد عباس الشېزلي۔ د اېران د اسلامك ري پبلك نيوز اېجنسې ﴿ارنا﴾ اېډيټر انچيف فردين پازوېكي او د مهر نيوز اېجنسي ډومېسټك نيوز جنرل ډائرېكټر محمد مهدي رحيمي٬ د قزاخستان د كازن فارن انټرنېشنل نيوز اېجنسي جنرل ډائرېكټر عسكر امروف٬ د لبنان د نېشنل نيوز اېجنسې جنرل ډائرېكټر سلائيمان لاوري٬ د اومان نيوز اېجنسې ډائرېكټر جنرل او اېډيټر انچيف محمد الارېمي٬ِ د رومانيه د نيوز اېجنسې ډپټي جنرل ډائرېكټر نېكولائي كلاؤډيا وكټوريا٬ د سوډان د سونا نيوز اېجنسې اېډيټر محمد عثمان٬ د سوريې د ثنا نيوز اېجنسې هېډ آف انګلېش ډيپارټمنټ محمد ماذن عيون٬ د تيونس د نېشنل نيوز اېجنسې ډائرېكټر اف اېكسټرنل رېلېشن اېلوئي چاوكي او د تركيې د اناطوليه نيوز اېجنسې انټرنېشنل نيوز چيف اېډيټر فاروق توكات٬ د انډونېزيا د انتارا نيوز اېجنسې سينئر نيوز اېډيټر اېلسوان اېزلي او د سعودي عرب د يونين آف او آئي سي نيوز اېجنسې نيوز اېډيټر الصادق بشري بابا كېر هارون شامل وو۔ استازو د مارګله د غره په لمن كښې د سياحتي ځائ دامن كوه دوره وكړه۔ د وفاقي پايه تخت اسلام آباد د ښكلا ستائنه كولو سره استازو خپل تاثرات وړاندې كولو سره ووئيل چې د زړه راكښونكې او فطري حسن لرونكې دامن كوه څخه د اسلام آباد ښكلې نظاره د كتلو وړ ده٬ كومه چې به تل ياد ساتلې شي۔ غېر ملكي استازو په دامن كوه كښې عسكونه هم وويستل۔ غېر ملكي استازو د پاكستان مانوومېنټ او د لوك ورثه د ميوزيم دوره هم وكړه۔ د دې نه پس دوي د اېسوسي اېټډ پرېس آف پاكستان د مركزي دفتر دوره وكړه چرته چې د اے پي پي منېجنګ ډائرېكټر مسعود ملك او اېګزېكټو ډائرېكټره طاهر حسن٬ ډائرېكټر نيوز اكرم ملك د دوي هركلې وكړو۔ غېر ملكي استازو ته د اے پي پي د چارو په اړه بريفنګ وركړے شو۔ د اے پي پي اېم ډي د غېر ملكي استازو مېلمستيا هم وكړه۔
متعلقہ مضامین
-
Incompetent courtiers making failed attempt to make accountability process controversial: Gill
-
Interior Minister offers Lal Haveli for educational purposes
-
SC holds hearing into delay in restoration of local govt institutions
-
Interior Minister offers Lal Haveli for educational purposes
-
Four soldiers, two cops martyred in terrorist incidents
-
Covid-19 national tally reports lowest per day positive cases
-
Two FC soldiers, police constables martyred in IED blast in Bajaur
-
Regional powers vow to work with Taliban for ‘peace, stability’
-
Two FC soldiers, police constables martyred in IED blast in Bajaur
-
Islamabad reports 92 more dengue cases today
-
COVID-19: Pakistan reports 622 news cases, 16 deaths in last 24 hours
-
Dua Mangi recognizes three suspects as her abductors