اسلام آباد ۔ 9 مئی (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي اسټريټ چلډرن زمونږ د زړه ټوټې دي۔ دوئي هم په ټولو اسانيو يو ډول حق لري۔ ددې كوچنيانو وړاندې رواستلو كښې د مسلم هېنډ خذمات د ستائنې وړ دي۔ اولس مشر دا خبره د فټ بال نړيوالو مقابلو كښې ګډون كوؤنكو لپاره د مسلم هېنډ انټرنېشنل تر سېوري لاندې روسيه ته د تلونكي اسټريټ چلډرن ډلې سره خبرو كښی وكړه۔ په دې مهال د مذهبي چارو دوهم وزير پیر امین الحسنات شاہ او چیئرمېن مسلم هېنډ انټرنېشنل سید لختِ حسنین شاہ هم موجود و۔ اولس مشر لوبغاړو ته نصيحت كولو سره ووئيل كله چې دوئي د لوبې مېدان ته كوز شي نو ځان بايد چا څخه كم نه شمېري او د خپل هېواد د عزت او سرلوړۍ جذبه هر وخت تر نظر لاندې ساتي۔ اولس مشر ووئيل لوبغاړي بايد لوبو سره سره زده كړو ته هم خاص پام لرنه وكړي ولې چې زده كړې تر ټولو زيات لوئے طاقت دے كوم چې قامونه پورته كوي۔ په دې مهال دوهم وزير پير امين الحسنات شاه ووئيل د ژوند د ډېرو نعمتونو څخه محروم دا كوچنيان د كاميابۍ جذبې سره روسيه ته روان دي او مونږ هيله لرو چې دوئي به هېواد څخه لرې د هېواد بېرغ هسك وساتي۔
متعلقہ مضامین
-
2.6 million Pakistanis file income tax returns
-
Balochistan Assembly session summoned on October 20
-
Dr. Sania launches One Window Ehsaas’ National Data Exchange Platform on World Poverty Day
-
Bilawal urges people to get rid of PTI govt
-
Mehfil-e-Sama’ being organized in D-Chowk: Gill
-
Govt trying to minimize global inflation impact by trimming down duties, taxes: State Minister
-
Pakistan reduced 20 percent GHG emissions from available resources: Amin
-
Haleem alleges PPP of patronising land grabbing in Sindh
-
CPWB rescues 126 beggar kids
-
CPWB rescues 126 beggar kids
-
KP CM terms forests’ protection vital to address climate change
-
PTI government will complete its tenure, says Sh Rashid