پینډۍ 25 اپرېل (اے پی پی) د دفاع وزير خرم دستګير وئېلي دي چې پاكستان د امنيتي ځواكونو او د وګړو قربانو سره خپلې خاورې څخه ترهه ګري ختمه كړې٬د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې پاكستان ته د 120 بلين ډالر څخه زيات اقتصادي زيان شوې٬ټاكلې شوې جمهوري حكومت او پارلمان د ترهه ګرۍ ختمولو له نېشنل ايكشن پلان خپل كړې۔ده په بيجنګ كښې د شنګهائي مرستې تنظيم د دفاع وزيرانو غونډې ته خطاب كولو۔د غونډې مشري د چين سټېټ قونصلر او د دفاع وزير جنرل وائي فنګ كوله۔د دفاع وزير انجينئر خرم دستګير د پاكستاني پلاوي مشري كوله۔په پلاوي كښې ډي جي جے اېس لېفټيننټ جنرال ظفر ملك د خارجه وزارت ډي جي ظهور احمد او بيجنګ كښې دفاعي اتاشي برېګېډئر احمد بلال شامل وو۔د شنګهائي مرستې تنظيم د دفاع وزيرانو 2017 كښې په تنظيم كښې د پاكستان او هند د غړي جوړېدو نه پس دا وړومبۍ غونډه وه٬د دفاع وزير د سيمې او ګاونډيانو لپاره په افغانستان كښې د روانو خنډانو پشمول د آئي اېس آئي اېس موجودګي په ګوته كړه۔ده ووئيل خپل هم څنګ له باور وركړو چې په دوه اړخيزه چارو به چا ته د اثر انداز كېدو اجازه نه شي وركولې۔ده ووئيل ټول مسائل به د شريكو هڅو د د لارې حل كولې شي۔ده د شنګهائي مرستې تنظيم د غړي په حېث وړومبي سركاري غونډه كښې ګډون سره اعلاميه لاس ليك كړه۔ ده د امن٬استحكام٬ پرمختګ او څوكالۍ سره د يو شريكې كميونټي جوړولو”شنګائي سپرټ”لپاره د خپلې مرستې وړاندېز وركړو۔په غونډه كښې د پاكستان سره سره د چين٬قزاخستان٬كرغزستان٬روس٬تاجكستان٬ازبكستان او د هند د دفاع وزيرانو ګډون كولو۔د بېلاروس د دفاع وزير د مندوب په حېث په غونډه كښې ګډون كولو
متعلقہ مضامین
-
ICIJ’s Pandora Papers disappoint opposition: Farrukh
-
Punjab reports 234 cases of dengue in 24 hours
-
Legendary comedian Umer Sharif’s body to be taken back to Pakistan tomorrow
-
PRCS, TRC send humanitarian aid to Afghanistan
-
All corrupt elements will face the music sooner or later: Haleem
-
All corrupt elements will face the music sooner or later: Haleem
-
Juzzak Airport to serve local residents: spokesman
-
NESPAK undertaken motorway project wins global award
-
Fauji Fertilizer takes part in Dubai Expo 2020
-
Private channels to be charged for telecasting parliament proceedings, Senate body told
-
Private channels to be charged for telecasting parliament proceedings, Senate body told
-
Court impeaches Mufti Aziz ur Rehman, sons in sexual abuse case