اسلام آباد 13 اپرېل (اے پي پي)وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي كار كونكے سړے عدالتونه د سياست نه يو خوا ته كوي٬دا د هېواد بد مرغي ده چې كار كونكي په عدالتونو كښې راښكلې كېږې٬ په كوم هېواد كښې چې د سياسي مشرانو عزت نه كېږي هلته پرمختګ ګران دے٬اولس چې په راتلونكو ټول ټاكنو كښې كومه هم پريكړه كوي قبوله به وي٬هېواد په 65 كلونو كښې دورمره پرمختګ نه دې كړی لكه څومره چې په تېرو پنځو كلونو كښې شوې٬مونږ يوازې خبرې نه دي كار مو كړے ٬زمونږ حكومت د مسئلو په حل كولو پوهېږي٬كه تېرو حكومتونو هم خپل كار كړی ؤ نو دومره مسئلې به نه وې٬يو حكومت هم 2 زره مېګاواټ برېښنا نه ده پیدا كړی ٬ مونږ 10 زره 400 مېګاواټ برېښنا پېدا كړې ده ۔ده د جمعې په ورځ د نيلم جهلم پروژې وړومبني يونټ د پرانستې دستورې ته خطاب كولو۔وزيراعظم ووئيل نيلم جهلم هائيډرو پراجېګت د پاك چين د ملګرتيا عكاسي ده ۔ده ووئيل د دې پروژې په لار كښې ډېر چېلنجونه رامخې ته وو۔ده پروژه كښې برخه اخستوونكو او كردار ترسره كوونكو له مباركي وركړه۔ده ووئيل نن زه پھ دې موقع د آزاد كشمير اولس مشر او وزيراعظم په شتوالي كښې د كشميري اولس هلو ځلو او د دې منصوبې لپاره قربانيو ته پېرزوئنې وړاندې كوم۔د دوي قربانۍ د چا نه پټ پناه نه دي۔وزيراعظم ووئيل د 70 كالو نه مونږ د كشمير مقدمه مخ پھ وړاندې بيايو او په سباؤن كښې به هم هڅې روانې ساتلې شي٬مونږ د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونو ترمخه د كشمير مسئلې هوارې غواړو۔ده ووئيل زما د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر سره چين كښې ملاقات شوې او په دغه ملاقات كښې هم زمونږ سرخط د كشمير مسئله وه۔ما د كشمير د شهيدانو مقدمه هغه ته ورمخې ته كړې او ورته مې ووئيل شخړيز كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ د ګردې نړۍ لپاره يو چېلنج دے۔ ده ووئېل 7 لكه هندي عسكر پھ بې ګڼاه كشميريانو ظلمونه كوي٬په وړومبي اپرېل شخړيز كشمير كښې 17 ځوانان شهيدان او ګڼ شمېر ژوبل كړی شوي٬مونږ د كشمير مسئله هېرولې نه شو او دا د ټولې نړۍ لپاره يوچېلنج دے٬ وزيراعظم ووئېل مونږ په هره كچه دا مسئله راپورته كړی۔مونږ د كشميريانو مرسته كوو او دا مرسته به دوامداره وي۔ده ووئيل د كنټرول لائن معامله د چا نه پټ نه ده چې په هند فشار زياتېږي نو د نړۍ پام د ځان نه اخوا كولو لپاره د ډزبنډۍ خلاف ورزۍ كوي
متعلقہ مضامین
-
US calls for Pakistan action on militants ‘without distinction’
-
ICE Pakistan launches postgraduate certificate in education
-
CPEC to help Pakistan come out of poverty
-
US calls for Pakistan action on militants ‘without distinction’
-
CPEC to help Pakistan come out of poverty
-
COMSATS hosts symposium on centennial goals of China
-
Another 54 cases of dengue reported in Islamabad
-
Coronavirus kills 46 people, infects 1,664 in last 24 hours
-
Intermittent rainfall lashes Lahore
-
Opposition berates govt over increase in petroleum prices
-
Pakistan should reduce external dependence: Masood
-
Pak-China Institute officially inaugurated in Gwadar