اسلام آباد 09 فروری (اے پي پي﴾ پاكستان وئېلي دي چې ستراتېژېكي استحكام د سيمې هېوادونو شريكه ذمه واري ده٬د كلبهوشن كېس په پاكستان كښې د هندي لاس وهنې ښكاره ثبوت دې٬امن ناكه خلائي ټېكنالوجي د هر هېواد حق دې٬هندي ځواكونو تېر كال په اېل او سي او وركنګ باؤنډري 1970 خلاف ورزۍ كړي٬زمونږ ځواك د هند د كوم هم جارحيت ځواب وركولو صلاحيت لري۔ د جمعې په ورځ د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فېصل اوونيز پرېس بريفنګ په مهال ووئيل خلائي ټېكنالوجي د هر هېواد حق دې٬بايد دا د امن ناكه مقصد لپاره وي٬پاكستان په سيمه كښې د وسلې د زغل په ضد دې٬ وياند ووئيل پاكستان كښې د هندي تخريبي هلو ځلو او سي پیك پروژې ته د زيان رسولو هڅه د چا څخه پټ پناه نه ده خو پاكستان په امن ناكه ګاونډيتوب باور لري٬ زمونږ وسله وال ځواك د هندي كوم هم جارحيت په زړه پورې ځواب وركولو بشپړه صلاحيت لري۔ د كلبهوشن په اړه د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل د هندي جاسوس كمانډر كلبهوشن ياديو له په پاكستان كښې د ترهه ګرۍ او وران كارۍ په هلو ځلو كښې په ككړ كېدو سزا وركړې شوې۔هند تر نن د دې خبرې ځواب ورنه كړی شو چې د كلبهوشن سره د مبارك حسېن پاسپورټ چرته څخه راغلې۔وياند ووئيل مونږ تېر كال جنورۍ كښې د كلبهوشن د رېټائرمنټ په اړه دستاويزات هند څخه غوښتلي خو تر دې دمه ترلاسه شوې نه دي۔كلبهوشن پخپله د تخريبي هلو ځلو اعتراف كړې۔د افغانستان په اړه د يوې پوښتنې پھ ځواب وياند ووئيل چې د افغان مسئلې حل يوازې د افغان حكومت او اولسي قيادت ترمينځه د خبرو اترو د لارې راتلې شي۔ده ووئيل پاكستان د حزب اسلامي او افغان دولت ترمينځه د امن لوظ نامې بشپړه ملاتړ كوي بايد طالبانو او نورو ډلو سره هم دا ډول خبرې اترې وكړی شي۔د كشمير په اړه د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل هندي ځواكونو تېر كال په اېل او سي او وركنګ باؤنډري د 1970 څخه زيات خلاف ورزۍ كړې دغسې د روان كال په مهال تراوسه 200 څخه زيات ځل خلاف ورزرۍ شوي چې پكښې ګڼ بې ګناه وګړي شهيدان شوي او ژوبل شوي دي۔ده ووئيل مونږ د دې غندنه كوو وياند د ملګرو ملتونو او نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه وكړه چې هند په كشميري اولس د ظلمونو څخه منع كړي او د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې حل كړي
متعلقہ مضامین
-
Russia and Pakistan key stakeholders in Afghan peace: envoy
-
Chinese consulate attack ‘facilitator’ arrested in UAE
-
PM apprised on legislation to criminalize enforced disappearance
-
Police needs to change its conduct and behaviour towards people: Buzdar
-
Sehat Sahulat Program: 15 m families to get health card
-
South Africa win toss, to field against Pakistan in series decider
-
Gunmen kill nine in attack on police station in Loralai
-
Zardari disqualification petition: political fights should be fought in parliament: IHC
-
Gunmen kill nine in attack on police station in Loralai
-
South Africa win toss, to field against Pakistan in series decider
-
South Africa win toss, to field against Pakistan in series decider
-
West Indies women outclass Pakistan women by 71 runs in first T20