اسلام آباد۔18مئی (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف په كرغزستان كښې پاكستاني سفير حسن علی ضیغم سره ټېلېفوني تماس نيولے او هغه ته يۍ په روانه وضعه كښې پاکستانی زده كوؤنكو ته د هر ډول مرستې كولو هدايت كړے دے۔ د وزيراعظم آفس پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم سفير ته هدايت وكړو چې هغه دې د هاسټلز په خپله دوره كولو سره زده كوؤنكو سره ملاقات وكړي۔ پاکستانی سفیر وزیراعظم صورتحال څخه خبرولو سره ووئيل چې په پېښه كښې كوم پاكستانے په حق نه دے رسېدلے٬ سفارت د ژوبل شويو زده كوؤنكو معاونت كوي۔ وزیر اعظم تاکید وكړو چې هغه دې د زده كوؤنكو مور پلار سره تماس كښې وسي او دوئي ته دې هر ډول ضروري معلومات وركوي۔ وزیرِاعظم سفارتخانې ته ژوبل شويو زده كوؤنكو ته د هر ډول طبي آسانۍ وركولو هدايت كولو سره ووئيل كوم ژوبل شوې زده كوؤنكي چې پاكستان ته راتلل غواړي د هغوي د راتللو دې فوري انتظام وكړے شي۔ ده ووئيل د ژوبل شويو زده كوؤنكو د بېرته راتللو اخراجات به د پاكستان حكومت پورته كړي۔ ده ووئيل په كرغزستان كښې د روانې وضعې په خپله نګراني كوم٬ په دې صورتحال كښې به زده كوؤنكي يوازې پرېښودلې نه شي۔ ده ووئيل زمونږ حكومت د كرغزستان حكومت سره په تماس كښې دے۔
متعلقہ مضامین
-
Dengue awareness walk held in Lahore
-
Blast in Jacobabad kills one, injures at least eight
-
Pakistan, China can promote tea production through joint ventures: experts
-
Business delegation from Saudi and Kuwait discuss KE issues with PM
-
Aeon & Trisl Pakistan enters top-three agents of Emaar
-
Meeting mulls way to tackle fake news
-
Sindh LG polls to hold in two phases: ECP
-
Cobwebs of terrorism
-
Cobwebs of terrorism
-
Pakistan rejects Indian bid to hold G20 meeting in IIOJK
-
Heavy pre-Monsoon rain spells to improve aquatic life of Rawal Dam
-
Cobwebs of terrorism