اسلام آباد 21 فروري (اے پي پي) نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ وئيلي دي د نګران حکومت د بهرنۍ سرمایه کارۍ ودې او کاروبار له د اسانيو وركولو د ګامونو ګټورې نتيجې رامخې ته كېږي، خصوصی سرمایه کاري سهولت کونسل (ایس آئی ایف سی) له مخې پاکستان كښې په کھربونو ډالره د معدنیات څانګه د پرمختګ پلو روانه ده، د مالګې برآمد كښې زياتوالې سره به د پاکستان او امریکې تجارتی اړيكې لا قوي شي۔د دې خيالاتو څركندونه ده د امریکې کمپنۍ مریکل سالټ کلیکټیو انکارپوریشن پلاوي سره د خبرو په مهال وكړه كوم چې د چیئرمېن او پریزیډنټ بورډ آف ډائیریکټرز احمد ندیم خان په مشرۍ كښې ده سره ملاقات كولو۔د شورو په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري بيان له مخې ملاقات كښې د توان نګران وفاقی وزیر محمد علی او اړوندو چارواكو ګډون كولو۔ ملاقات كښې وزیراعظم هيله څرګنده كړه چې تير كال د پي اېم ډي سي او مریکل سالټ ترمينځه لاس ليك شوي جوائنټ وینچر نه پس به د پاکستان د مالګې برآمدات زيات شي او دې سره به د امریکې پاکستان تجارتی اړيكي لا قوي شي۔ وزیراعظم ووئيل دا منصوبه د دې خبرې څرګندونه ده چې پاکستان كښې د بهرنۍ سرمایه کارۍ لپاره ښې موقعې شته، د همالیه ګلابي مالګه په ټوله نړۍ كښې د پاکستان پېژنډګلي ده ،دا په نړيوالو منډيانو كښې منلې شوې مالګه ده۔ وزیراعظم ووئيل پاکستان كښې د کھربونو ډالره د معدنیات پانګې شته، خصوصی سرمایه کاري سهولت کونسل ترمخه پاکستان كښې دا څانګه د پرمختګ پلو روانه ده، نګران حکومت په لنډه موده كښې د بهرنۍ سرمايه کارۍ ودې او کاروبار له آسانيو وركولو لپاره ګڼ ګامونه پورته كړې د كومو چې ګټورې نتيجې رامخې ته كېږي۔ په دې مهال د مریکل سالټ پلاوي د حکومت او په خاص توګه د سرمایه کاري سهولت کونسل کمپنی سره په مرسته كولو مننه وكړه۔دغسې پلاوي وزیراعظم د مالګې د درنګونو سيمو كښې د ځائې آبادۍ معاشی ښه والي ، تعلیم او صحت او روزګار وركولو په اړه مرتب کړې تګلاري څخه هم خبر كړو
متعلقہ مضامین
-
ECP to hear Ali Gillani’s leaked video matter on Thursday
-
Haleem moved to hospital from jail over health issues
-
Pakistan, Sri Lanka agree to cement defence cooperation
-
Another minor girl raped in Khairpur
-
Aman-21: the message resonates
-
UN bashes Iran’s deadly crackdown on Balochistan oil smugglers
-
Opposition’s demand of mid-term elections unconstitutional: Governor
-
Tax depositors are encouraged to pay tax online. Mukesh Kumar Chawla
-
Tax depositors are encouraged to pay tax online. Mukesh Kumar Chawla
-
Exorbitant fee of ICT colleges deprive students of higher education
-
Covid-19 claims 2 more patients, infects 189 others
-
Covid-19 claims 2 more patients, infects 189 others