بیجنګ۔17اکتوبر(اے پی پی) نګران وزيراعظم انوارالحق کاکړ وئيلي دي چين او پاکستان سي پېك په سوکالۍ، روزګار، تعلق او ګرين پرمختګ باندې راهدارۍ بدلولو ته موافقت كړے دے۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې نګران وزيراعظم انوار الحق په بيجنګ كښې د پاك چين پاك اقتصادي راهدارۍ (سي پېك) ګردي مېز غونډې مشري وكړه۔ په غونډه كښې د چين پوهانو، د تعليمي ادارو څېړونکو او د تھنك ټېنكس کارپوهانو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې وزيراعظم د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ (سي پېك) حوالې په اړه د پاكستان سيمه ايز تړون او دوامداره پرمختګ ته د ودې وركولو په اړه د پاكستان وژن وړاندې كړو۔ ده په تېرو لسو کلونو کښې د پاکستان په ټولنيز او اقتصادي پرمختګ کښې د سي پېک په مثبت كردار هم رڼا واچوله۔ وزيراعظم د پاكستان او چين ترمېنځه تر ډېرې مودې ملګرتيا او ستراتيژيك ملګرتيا كښې د سي پېك د مهم كردار په اهميت زور راوړلو سره ووئيل پاك چين ملګرتيا په دوه اړخيزه همكارۍ او احترام اډاڼه ده۔ په تېرو لسو كلونو كښې په سي پېك د شوي پېش رفت جاج اخستو سره وزيراعظم په دې لړ كښې په ترلاسه شوو كاميابو او د سباؤن پرمختيائي منصوبو لپاره په تګلاره خبرې وكړې ۔ ده ووئيل چين او پاکستان سي پېك په سوکالۍ، روزګار، تړون او ګرين پرمختګ مشتمل راهداري جوړولو ته موافقت كړے۔ نګران وزيراعظم ووئيل چينائي سكالرانو او محقېقينو سي پيك د بي آر آئي لاندې د پاك چين ترمينځه په زړه پورې همكاري وګرځوله۔ ده د چينائي كمپنيو لخوا د پاكستان خصوصي سرمايه كاري زونز كښې سرمايه كارۍ كښې خوښي لرل خوشبينه وګرځول چې ورسره به د سی پېک پرمختګ ٬ سيمه ايز تړون او د دوامداره پرمختګ هدفونو سر كېدل ممكن شي۔ په ګردي مېز غونډه كښې ګډون كوؤنكو په دې خبره مواقفت وكړو چې د دواړو هېوادونو په هڅو به سي پېك نه يواځې په سيمه ايز تجارت او تړون كښې مركزي حېثيت ترلاسه كړي بلكې دا به دوه اړخيزه اړيكو ته وده وركړي
متعلقہ مضامین
-
Temperature to rise 8-10 degrees above normal: PMD
-
Nation united under dynamic leadership of Imran Khan: minister
-
MoHR takes several initiatives to ensure implementation of Transgender Person Act
-
MoHR takes several initiatives to ensure implementation of Transgender Person Act
-
20 journalists killed since 1989 in IIOJK: report
-
IHC asks interior minister to meet Baloch students
-
Article 63-A clearly states defection from party is unconstitutional: CJP
-
Unified response needed to defeat terrorism: COAS
-
Pakistan stresses deeper engagement with China
-
Majority eligible population vaccinated, Corona positivity ratio dropped below 1%: Dr. Nausheen Hamid
-
PML-N directs MPA’s to stay in Lahore until new CM elected
-
Rangers return recovered valuables to owners