اسلام آباد 23 نومبر (اے پي پي) نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ وئيلي دي روسيه د منطقې او په نړيواله كچه مهم هېواد دے او د پاكستان مهم شراكتدار دے٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه روابط او د توان مرستې ته ودې وركولو سره به زمونږ د اولس سره سره منطقې ته هم ګټه ورسي۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم انوار الحق کاکړ دا خبرې په پاكستان كښې د روسيه سفيرې ډېنېلا ګانچ سره كړې چا چې وزيراعظم سره د مخه ښې ملاقات كولو ۔ وزيراعظم دوه اړخيزه اريكې لا قوي كولو لپاره د سفيرې د قدر وړ مرستې ستائنه وكړه۔ ده سفيرې له د سباٶن ذمه وارو پحقله د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره هيله ولرله چې ھغه به تل د پاكستان مږكرې وي۔ په دوه اړخيزه اړيكو د خبرو په مهال وزيراعظم په دې خبره زور رواړو چې روسيه د منطقې او په نړيوال كچه يو مهم هېواد دے او د پاكستان مهم شراكتدار دے۔ وزيراعظم د دوه اړخيزه اړيكو په پرله پسې وده د اطمينان څرګندونه وكړه او د شريكې ګټې مرستې ته د لا ودې وركولو د ضرورت ئې پخلے وكړو۔ دغسې وزيراعظم په نړيوال فورمز د دواړو هېوادونو ترمېنځه د مرستې هم ستائنه وكړه۔
متعلقہ مضامین
-
PDM ultimatum: neither PM will step down nor assemblies will be dissolved
-
Maryam among top PML-N leaders booked for holding Lahore gathering
-
FIA seeks permission to probe Shehbaz, Hamza in prison
-
PTM leader Ali Wazir arrested in Peshawar over hate speech
-
India promoting war hysteria to hide internal situation: Masood
-
Robber makes away with Rs1.8mn after looting ATM in Karachi
-
Robber makes away with Rs1.8mn after looting ATM in Karachi
-
Robber makes away with Rs1.8mn after looting ATM in Karachi
-
The Post-Vaccine World
-
IG Punjab chairs RPOs, DPOs video link conference to review crime situation
-
OPDs face closure as Sindh runs out of PPE stocks
-
Ulema can play significant role in creating harmony: moot